د الموت کلا، د ایران دېرشم نړیوال میراث
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i175900-د_الموت_کلا_د_ایران_دېرشم_نړیوال_میراث
د الموت کلا او له هغې سره تړلي دفاعي تاسیسات، د معمارۍ، انجینرۍ، له غرني اقلیم سره د جوړښت د برابرولو او په ځانګړې توګه د اوبو د سرچینو د مدیریت له پلوه، د ایران د فرهنګي میراث له مهمو بېلګو څخه ګڼل کېږي.
(last modified 2026-08-01T11:49:19+00:00 )
Aug 01, 2026 16:13 Asia/Kabul
  • د الموت کلا، د ایران دېرشم نړیوال میراث

د الموت کلا او له هغې سره تړلي دفاعي تاسیسات، د معمارۍ، انجینرۍ، له غرني اقلیم سره د جوړښت د برابرولو او په ځانګړې توګه د اوبو د سرچینو د مدیریت له پلوه، د ایران د فرهنګي میراث له مهمو بېلګو څخه ګڼل کېږي.

 دا مجموعه د ایران دېرشم میراث دی چې د یونسکو د نړیوال میراث په نوملړ کې ثبت شوی دی.

د یونسکو د نړیوال میراث د ۴۸مې کمېټې غونډه د جولای له ۱۹مې تر ۲۹مې نېټې پورې د سویلي کوریا په بوسان ښار کې ترسره شوه. په دې غونډه کې د «الموت کلا او اړوندو دفاعي تاسیساتو» دوسیه وڅېړل شوه او د یونسکو له تایید وروسته د نړیوال میراث په نوملړ کې شامله شوه.

د الموت نړیوال ثبت، په دې مجموعه کې د ایراني څېړونکو او لرغون‌پوهانو د ۲۵ کلونو، نه ستړې کېدونکو هڅو او د لرغون‌پېژندنې د ۱۶ پړاوونو د څېړنو پایله ده. دا مجموعه په حقیقت کې یوه هوښیارانه «ماڼۍ-کلا» ده چې له طبیعي چاپېریال سره په بشپړه توګه ګډه شوې او د دې د دفاعي جوړښتونو یوه لویه برخه د ډبرو له منځه تراشل شوې ده.

د دې مجموعې ځانګړی نړیوال ارزښت د هغې د بېلابېلو برخو په یووالي کې نغښتی دی. الموت یوازې یوه کلا نه وه، بلکې یو منسجم سیستم و چې معمارۍ، انجینري، د اوبو مدیریت، کرنه، دفاع، حکومتولي او ټولنیز او اقتصادي ژوند یې په کې شامل وو.

د ترسره شویو مسلکي ارزونو پر بنسټ، د دې مجموعې دفاعي سیستم شاوخوا ۲ زره مربع کیلومتره سیمه تر پوښښ لاندې راوسته چې کلي، کروندې، باغونه او د اوبو لګولو سیستمونه یې هم درلودل.

د ایکوموس (د ودانیو او تاریخي محوطو نړیوالې شورا) کارپوهانو د دې دوسیې لپاره د یونسکو د کنوانسیون درېیم معیار تایید کړی او دا یې د ۱۱مې تر ۱۳مې میلادي پېړۍ پورې د «نزاري اسماعیلیانو د فرهنګي دود یوه استثنایي بېلګه» بللې ده.

د دې نړیوال ثبت تر مخه، د اسلامي نړۍ د ښوونې، علومو او فرهنګ سازمان (آیسسکو) د الموت کلا فرهنګي منظرې، له ایران سره تړلو څلورو نورو تاریخي او فرهنګي اثارو؛ د بسطام تاریخي مجموعې، د شیخ احمد جامي د مقبرې او خانقا مجموعې، د علویانو ګنبد او د ماسولې ښار فرهنګي منظرې سره یو ځای، په رسمي ډول د اسلامي نړۍ د نړیوال میراث په نوملړ کې ثبت کړې وه.

«آیسسکو» یو تخصصي سازمان دی چې د اسلامي همکاریو سازمان تر ملاتړ لاندې په اسلامي هېوادونو کې د ښوونې، علومو، فرهنګ او اړیکو په برخو کې فعالیت کوي او مرکزي دفتر یې په مراکش کې دی.

د حسن صباح تاریخي کلا د قزوین ښار د الموت شرقي ولسوالۍ د ګازرخان کلي په شمال کې موقعیت لري او په ۲۲۶ هجري قمري کال کې د حسن بن زید علوي له خوا جوړه شوې ده.

دا کلا په ۴۸۳ هجري قمري کال کې د حسن صباح له خوا ونیول شوه او په ایران کې د اسماعیلیانو د حکومت پر یوه مهم مرکز بدله شوه. دغه کلا د دې سلسلې تر سقوط پورې، یعنې تر ۶۵۴ هجري قمري کال پورې، د هغوی د واکمنۍ مرکز پاتې شوه.

د کلا شاوخوا وېرونکي ژورې درې، د یرغلګرو د نفوذ د مخنیوي لپاره د ډبرو خندقونه، د اوبو او خوراکي توکو د زېرمه کولو ځایونه او د اوبو رسولو پېچلی سیستم، د دې کلا له مهمو ځانګړنو څخه ګڼل کېږي.

الموت کلا، چې معنا یې «د عقاب ځاله» ده، شاوخوا ۱۱۶۲ کلن تاریخ لري. دا نه یوازې د ایران له تر ټولو پیاوړو تاریخي کلاوو څخه ده، بلکې د دې خاورې د تاریخ د یوې له لوړو ژورو ډکې دورې کیسه هم بیانوي. دغه مجموعه د سمندر له سطحې څخه د ۲۱۳۶ مترو په لوړوالي کې د یوې ډبرینې څوکې پر سر موقعیت لري.

د الموت نړیوال شهرت په ۴۸۳ هجري قمري کال، چې له ۱۰۹۰ میلادي کال سره سمون خوري، له یوې تاریخي پېښې سره تړاو لري؛ هغه مهال چې د نزاري اسماعیلیانو د حکومت بنسټګر حسن صباح د دې کلا کنټرول ترلاسه کړ او دا یې د خپل حکومت پر سیاسي، اداري، فرهنګي، مذهبي او فکري مرکز بدله کړه.  خو د دې مجموعې د ځینو کلاوو، لکه لمبسر، تاریخ د ساسانیانو دورې ته رسېږي.

دغه سیمه د تاریخ په بېلابېلو دورو کې د هغو ډلو، سیمه‌ییزو حکومتونو او ځواکونو لپاره د پناه او خوندي‌ځای په توګه پاتې شوې چې د خپل ځان د ساتنې لپاره به یې د البرز غرونو لوړو سیمو ته پناه وړله. همدا ځانګړنه د دې جغرافیایي سیمې لپاره ځانګړی اهمیت رامنځته کړی دی. د مرکزي البرز تاریخي جوړښت هم دغه رول په ښه توګه څرګندوي؛ په دې ډول چې د دې سیمې ډېری تاریخي ودانۍ دفاعي کلاوې او د مشهورو شخصیتونو مقبرې جوړوي.  د استوګنې دغه بڼه ښيي چې مرکزي البرز د تاریخ په اوږدو کې ستراتیژیک او دفاعي اهمیت درلود.

د اوبو د برابرولو سیستمونو هوښیارانه طرحه، د خوراکي توکو زېرمه کول، د دفاعي برخو مناسب ځای پر ځای کول او د ځواکونو ځای پر ځای کول، د الموت کلا د معمارۍ له مهمو ځانګړنو څخه دي.

دغو ځانګړنو د دې امکان برابرولو چې د اوږدمهاله محاصرې پر مهال د کلا اوسېدونکي او مدافعین خپل د مقاومت توان وساتي او د دښمن پر وړاندې تسلیم نه شي.

د دې اثر له تر ټولو برجسته معماري ځانګړنو څخه یوه دا ده چې کلا د ډبرینو لوړو غرنیو سیمو پر سر جوړه شوې ده. د کلا تر ټولو لوړه برخه هم په پوځي دفاع کې اساسي رول درلود او هم د دفاعي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو لپاره کارول کېده.

دغه طرحه ښيي چې د کلا جوړوونکو د سلجوقي دورې پر مهال د دفاعي اصولو، طبیعي جغرافیې او پوځي انجینرۍ له قواعدو څخه دقیقه پوهه لرله.

د یادونې وړ ده چې کلا ته له ننوتلو وروسته له داسې یوې لوحې سره مخ کېږئ چې د حسن صباح په اړه معلومات وړاندې کوي؛ هغه څوک چې په تاریخ کې د «خداوند الموت» په نوم یاد شوی دی.

کله چې د کلا پر سر ودرېږئ، د کلا منظره دومره ښکلې ښکاري چې په اسانۍ ترې سترګې نه شئ اړولی.     د ګازرخان ښکلې او پراخه دښته، د اندج سیند او د الموت دره، د دغه کلا څخه ګیر چاپیره هغه رنګینې او ښکلې سیمې دي، چې د عکاسۍ  مینه‌والو لپاره له تر ټولو غوره او زړه‌راښکونکو منظرو څخه ګڼل کېږي.     د الموت کلا له دوو برخو، یعنې له ښکتنۍ او پورتنۍ کلا څخه جوړه ده او دېوالونه یې د ډبرینې څوکې سیمې د طبیعي جوړښت له مخې جوړ شوي دي.      الموت کلا له لرې څخه د پرېوتي او ویده اوښ په څېر ښکاري او له خښتو، ډبرو، کاشیو، ګچو، سفالي پوښښونو او لرګیو تړونکو چوکاټونو څخه جوړه شوې ده.      د ختیځ برج څخه لږ ښکته د کلا د ننوتلو دروازه موقعیت لري او د ننوتلو دروازې ته نږدې، د ډبرو په منځ کې یو شپږ متره اوږد تونل کيندل شوی دی.   د تونل په بل اړخ کې جنوبي برج او سوېل‌لوېدیځ دېوال موقعیت لري. د کلا په جنوبي برخه کې په ډبرینې څوکې کې یوه کوچنۍ کوټه جوړه شوې چې د ساتنې او څارنې لپاره ترې کار اخیستل کېده.

د دې کلا په شمالي او لوېدیځو برخو کې دوه کوټې جوړې شوې دي چې په یوه کې یې یوه کوچنۍ د اوبو څاه هم شتون لري.  د الموت کلا ختیځه برخه د ساتونکو او د هغوی د کورنیو د اوسېدو لپاره ځانګړې شوې وه. په دې برخه کې د څارویو اخورونه، کوچني د اوبو زېرمتونونه او یو شمېر کوټې لیدل کېږي.  د کلا په ختیځه او لوېدیځه برخه کې میدان‌ګاوې شتون لري چې د شاوخوا دېوال له امله یې ختیځه او لوېدیځه برخه په دوو جلا برخو وېشل شوې ده.

دا کلا له څلورو خواوو له ژورو پرتګاوو سره نښتي ده او یوازې یوه د ننوتلو دروازه یې لرله چې د ختیځ برج څخه ښکته موقعیت لري. دا جوړښت د کلا د پیاوړي دفاعي سیستم څرګندونه کوي.

د کلا شاوخوا خندقونه هم جوړ شوي وو چې د هغې د ساتنې لپاره ترې کار اخیستل کېده. د ډبرینې څوکې په جنوبي لمنه کې یو خندق شتون لري چې ۵۰ متره اوږدوالی او ۲ متره سور لري او کلا ته د دښمن د نفوذ د مخنیوي لپاره جوړ شوی و.       همدارنګه د ډبرینې لوړې څوکې  له لمنې څخه تر کلا پورې ۴۰۰ ډبرینې زینې جوړې شوې دي چې کلا ته د تګ راتګ لپاره ترې استفاده کېږي.

د کلا دننه یو ډنډ هم شته چې د باران د ورښت پر مهال له اوبو ډکېږي.

الموت (Alamut) په ایراني ژبو، لکه تاتي او تالشي کې، د «عقاب ځالې» یا «ښکارکوونکي مرغه» په معنا دی. خو ځايي خلکو د الموت کلا ته «حسن کلا» ویل؛ ځکه حسن صباح ۳۵ کاله په دې کلا کې اوسېدلی او خپل پیروان یې له همدې ځایه رهبري کول.

دا کلا په ۶۵۴ هجري قمري کال، چې له ۱۲۵۶ میلادي کال سره سمون خوري، د مغولي واکمن هلاکوخان په امر وسوځول شوه او ویجاړه شوه. له هغې وروسته له دې کلا څخه د تبعیدځای او زندان په توګه استفاده کېده.

په همدې وخت کې، کله چې اسماعیلیان وځپل شول او د الموت کلا ویجاړه شوه، عطاملک جویني وتوانېد چې د هلاکوخان په رضایت ترلاسه کولو سره د کلا د یادګارونو او کتابتون یوه برخه له له منځه تلو څخه وژغوري.   د الموت د نړیوال ثبت د دوسیې په بریالیتوب کې له مهمو عواملو څخه یو، د ډاکټرې حمیده چوبک او د هغې د تخصصي ډلې ۲۲ کلنې پرله‌پسې هڅې وې.

ډاکټره چوبک یوه تجربه‌کاره لرغون‌پوهه او د الموت کلا د فرهنګي میراث د مرکز مشره ده. هغې د خپل ژوند ډېر کلونه د دې کلا د خاورې لاندې برخو د راایستلو او د دې تاریخي محوطې د علمي څېړنو لپاره وقف کړي دي.

مېرمن چوبک په ۱۳۳۱ لمریز کال، چې له ۱۹۵۲ میلادي کال سره سمون خوري، په بوشهر کې زېږېدلې او خپلې لوړې زده‌کړې یې د لرغون‌پوهنې په برخه کې په ایران کې بشپړې کړې دي.

هغې د ګڼو اثارو تر لیکلو سربېره، د لرغون‌پوهنې په برخه کې ګڼې مهمې پروژې هم ترسره کړې دي چې له هغو څخه د اسلامي سفال‌ګریو په اړه څېړنې او د شوش د لومړنیو اسلامي پېړیو د معمارۍ او ښاري جوړښت د ځانګړنو څېړنه یادولی شو.

 

 

هغې د الموت کلا د نړیوال میراث په نوملړ کې له ثبتېدو څو ساعته وروسته وویل:   «ما د الموت کلا د یوه ماشوم په څېر د خاورې له زړه را وایسته، لویه مې کړه او اوس د بشر د نړیوال میراث په نوملړ کې ثبت شوې ده

حمیده چوبک د الموت د نړیوال میراث د مرکز مشره ده او د همدې کلا په څېر د پایښت او ټینګښت یوه نښه ده؛ داسې کلا چې د صخره‌وو پر سر ولاړه، له رازونو، تاریخ، افسانو او هویت سره ګډه شوې ده.

همدا ځانګړنه د دې تاریخي اثر اړیکه له هغو شخصیتونو سره لا ژوره او ماناداره کوي چې د هغې د ساتنې لپاره یې هڅې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې د دې دوسیې له ثبتېدو سره، د یونسکو د نړیوال میراث په نوملړ کې د ایران د نړیوالو اثارو شمېر ۳۰ ته ورسېد.