ایران او افغانستان د کرهڼې د لارې نوی پلان انځور کړ
پارس ټوډې- د ایران د کرهڼې د جهاد وزیر د افغانستان له همڅنګ سره کتنه وکړه او دواړو لورو د کرهڼې، د څارویو د ساتلو،او د اوبه خور د درې ګوڼه ملګرتیاو په پراختیا او دغه راز د پخوانیو شپاړسو موافقو په احیا کولو ټینګار وکړ.
پارس ټوډې سایټ زمونږ د خبریال په قول راپور راکړی د ایران د کرهڼې د جهاد وزیر «غلامرضا نوري قزلجه»چې د کرهڼې او د اقتصادي اړیکو د پراخولو لپاره د افغانستان پلازمینې کابل ته رسیدلی دی د افغانستان د کرهڼې، د اوبه خور او د څارولو له وزیر «مولوي عطا الله عمري» سره کتنه او خبرې وکړې.
په دغه غونډې کښې مولوي عطا الله عمري د ایران او د افغانستان تاریخي، کلتوري او زړو اړیکو ته په اشارې سره په تیرو میاشتو کښې د ایران د خلکو پرضد د امریکا او د اسرائیلو د جنایتونو په غندلو سره وویل، افغانستان په سختو حالاتو کښې د ایران له ملت او حکومت سره په څنګ کښې ولاړ دی.
د افغانستان د کرهڼې وزیر د دواړو هیوادونو ترمینځ په موجودو پراخو ظرفیتونو باندې ټینګار سره د ټیکنالوژۍ د انتقال، د اوبه خور، د زرعي تحقیقاتو، د حیواني خوراک، د مستو او شیدو یعني لبنیاتو ، د څارویو د ساتلو، د زرعي ماشینونو او د اصلاح شویو تخمونو په برخو کښې د عملي او د اوږدې مودې ملګرتیاو د پراختیا پرضرورت ټینګار وکړ او وړاندیز یې وکړ د ایران او د افغانستان فني پلاوي د تیرو غونډو په ژمنو او په شپاړسو موافقو کار پیل کړي او د هغو د عملي کیدا زمینه برابره کړي.
د ایران د کرهڼې د جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه هم په دغه کتنه کښې د افغانستان او د ایران په تاریخي، کلتوري، ژبني، اقتصادي او جغرافیايي پیوندونو باندې ټینګار سره په بیلابیلو زرعي او کرهڼیزو برخو کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو د پراخولو غوښتنه وکړه او ویې ویل:« ایران چمتو دی د حیواني روغتیا، د غوښو، د هګیو، د مصالحو ، د ماشینونو، د کرهڼې د وسایلو، د کبانو د روزلو، وړو، د خواړو د امنیت، روزنې، د نویو کرهڼیزو ټیکنالوژبو او د اوبه خور په برخو کښې له افغانستان سره ملګرتیا وکړي.