بقایي: د امریکا بهرنی سیاست په افراطي ډول پر دروغو ولاړ دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i176606-بقایي_د_امریکا_بهرنی_سیاست_په_افراطي_ډول_پر_دروغو_ولاړ_دی
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د امریکا پر بهرني سیاست نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د واشنګټن سیاست په افراطي ډول پر دروغو ولاړ دی.
(last modified 2026-08-15T07:55:20+00:00 )
Aug 15, 2026 12:22 Asia/Kabul
  • بقایي: د امریکا بهرنی سیاست په افراطي ډول پر دروغو ولاړ دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د امریکا پر بهرني سیاست نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د واشنګټن سیاست په افراطي ډول پر دروغو ولاړ دی.

بقایي په خپله ایکس پاڼه کې د روسي لیکوال فیودور دوستویسکي د «کارامازوف وروڼو» ناول ته په اشارې سره ویلي، چې د ایران او سیمې په اړه د امریکا سیاست د «دروغو پر افراطي تکیې» ولاړ دی.

هغه په دې توګه د ایران او سیمې په اړه د امریکا د څرګندونو او سیاستونو پر څرنګوالي نیوکه کړې ده.