مسعود پزشکیان: پتیالیو د ایران عزت وساته
Aug 18, 2026 10:51 Asia/Kabul
پارس ټوډې- د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په یوه پیغام کښې ولیکل: هغه څه چې د ایران په پتیالیو تیر شول، یوازې د جنګ د تاریخ یوه برخه نه ده؛ بلکې د داسې کسانو د مقاومت روایت دی چې کړاو یې وزغملو، او د ایران عزت یې وساته.
پارس ټوډې سایټ زمونږ د خبریال په قول راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان بیګا ایران ته د پتیالیو د بیرته راستنیدا د کلیزې یعني د زمري د میاشتې د شپږویشتمې نیټې د رارسیدا په مناسبت په یوه پیغام کښې په اینټرنیټ پاڼې کښې ولیکل:صبر، پیوستون او امید د زیاتیدونکو بهرنيو ګواښونو او د دباونو په مقابل کښې د ایران د مقاومت کلید ده.
ټیګونه