سردار قاآني: فلسطین یوی ژوندۍ او نه بدلېدونکی آرمان دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i177028-سردار_قاآني_فلسطین_یوی_ژوندۍ_او_نه_بدلېدونکی_آرمان_دی
پارس‌ ټوډی-  د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان وایي، د فلسطین آرمان، له بحر څخه تر سیند پورې، تر بل هر وخت ډېر ژوندی او د تحقق وړ دی.
(last modified 2026-08-24T00:34:00+00:00 )
Aug 24, 2026 05:02 Asia/Kabul
  • سردار «اسماعیل قاآني» د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان
    سردار «اسماعیل قاآني» د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان

پارس‌ ټوډی-  د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان وایي، د فلسطین آرمان، له بحر څخه تر سیند پورې، تر بل هر وخت ډېر ژوندی او د تحقق وړ دی.

د پارس‌ ټوډی د راپور له مخې، چې د صداوسیما خبري اژانس څخه یې نقل کړی، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان سردار «اسماعیل قاآني» وویل:  د صهیونیستانو له خوا په اشغال شویو سیمو کې د ښارګوټو د جوړولو پراختیا او د هغوی جنایتونه، له ژور پوځي، امنیتي، سیاسي او ټولنیز بحران او بن‌بست څخه د وتلو یوه هڅه ده؛ خو دا اقدامات نه شي کولای له ۷ اکتوبر راهیسې د هغوی ستراتیژیکې ماتې پټې کړي.

هغه ټینګار وکړ: فلسطین یو ژوندی او نه بدلېدونکی آرمان دی؛ هغه آرمان چې د الله په مرسته به د حق تر بریا پورې پر خپل ځای پاتې وي.