عراقچي: امریکا باید یو ساده حقیقت درک کړي؛ دباو نتیجه نه ورکوي
Aug 28, 2026 14:13 Asia/Kabul
پارس ټوډې- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي تهران ته د قطر د لومړي او د بهرنیو چارو د وزیر له سفر څخه وروسته په ایکس پاڼه کښې ولیکل: امریکا باید په یوه ساده حقیقت پوهه شي چې فشار نتیجه نه ورکوي.
پارس ټوډې سایټ زمونږ د خبریال په قول راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي تهران ته د قطر د لومړي او د خارجه چارو د وزیر له تیرې ورځې سفر وروسته په اینټرنیټ پاڼه کښې ولیکل خپلې لارې ته د ډيپلوماسۍ بیرته ورستنول ناممکن نه دي.
دغه چاره د امریکا لخوا د یوه ساده حقیقت له درک کولو سره اړه لري: دباو هیڅ نتیجه نه ورکوي.
عراقچي ټینګار وکړ: امریکا باید اعتماد رامینځته کړي، په احترام سره خبرې وکړي، زمونږ حقوق تصدیق کړي او خپلو ژمنو ته پاې بنده ووسي.
ټیګونه