د ایران ولسمشر سبا د ملګروملتونو غونډې ته ورځي
زمونږ خبریال راپور راکړی له سبا ورځې څخه به د ملګروملتونو په غونډې کښې د ګډون لپاره د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان سفر پیل شي.
امریکا د ایران د ولسمشر پزشکیان د رسنیو ټیمونو ته ویزې ورنکړې.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان به بل سبا د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې د نورو هیوادونو د چارواکو په شتون سره وینا وکړي.
د ایران ولسمشر پزشکیان به په راتلونکو سه شنبې، چهارشنبې، پنجشنبې، جمعې او شنبې ورځو سفر کښې وي او انشا الله د تلې د میاشتې په څلورمه نیټه به تهران ته راستون شي.
د ایران ولسمشر پزشکیان به د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په څنګ کښې د ځینو هیوادونو له چارواکو سره کتنې او خبرې هم وکړي.
امریکا په یوه غلیمانه اقدام او همیشني کارړنګونو سره د ایران د ولسمشر پزشکیان رسندوي ټیمونو ته ویزې ورنکړې.