عراقچي: ایران په نړیوال ډګر کې په قدرتمندانه شتون لري
پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نیویارک ته د خپل سفر د موخو په اړه وویل، د دې سفر هدف دا و چې څرګنده شي ایران لا هم په نړیوال ډګر کې په پیاوړي دریځ او پر ځان په باور سره شتون لري.
پارس ټوډې سایټ زمونږ د خبریال په قول راپور راکړی سید عباس عراقچي وویل: نیویارک ته زموږ د سفر لومړی هدف دا و چې د ایران د خلکو د حقانیت او مظلومیت غږ د نړۍ خلکو ته ورسېږي، د ایران د خلکو له ګټو دفاع وشي او وښودل شي چې ایران لا هم په نړیوال ډګر کې په پیاوړي دریځ او پر ځان باندې باور سره شتون لري.
عراقچي زیاته کړه: موږ له ډېرو هېوادونو سره مخ شو چې له ایران سره خبرو ته لېواله وو، او زموږ ډېرې لیدنې د مقابل لوري په غوښتنه ترسره شوې.
هغه وویل، په همدې لیدنو کې څرګنده شوه چې اسلامي جمهوریت، د هغه څه خلاف چې امریکا او صهیونیسټ رژیم یې د ښودلو هڅه کوي، هېڅ ډول منزوي نه دی؛ بلکې له ډېر درناوي څخه برخمن دی.