ناګویا ۲۰۲۶؛ میرزازاده، د ایران د غېږنیونې د درنو وزنونو اتل شو
پارس ټوډې – د ایران د فرنګي غېږنیونې د ۱۳۰ کیلوګرامه وزن لوبغاړي امین میرزازاده، د روان ۲۰۲۶ کال د ناګویا اسیایي لوبو په پایلوبه کې خپل ازبک سیال مات کړ او د سرو زرو مډال یې وګاټه.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ناګویا اسیایي لوبو د یوولسمې ورځې په سیالیو کې میرزازاده د ۱۳۰ کیلوګرامه وزن په پایلوبه کې د ازبکستان له رافائل سیتسواشویلي سره مخ شو چې دغه سیالي یې ۳ پر یو وګټله.
میرزازاده د ناګویا ۲۰۲۶ اسیایي لوبو کې د فرنګي غېږنیونې په برخه کې د ایران لپاره د سرو زرو لومړی مډال وګاټه.
میرزازاده په لومړي پړاو کې له استراحت وروسته، په دویم پړاو کې د قرغزستان لوبغاړي مورات بوتویف ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله. هغه په نیمه پایلوبه کې د چین له منګ سره له یوه په یوه مساوي پایلې وروسته بریالی شو.