د ایران د اصیلې موسیقۍ نغمو په روم کې انګازې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i179858-د_ایران_د_اصیلې_موسیقۍ_نغمو_په_روم_کې_انګازې_وکړې
پارس ټوډې — په روم کې د «له تخم تر خوړو پورې» تر سرلیک لاندې د نړیوال نندارتون په وروستۍ ورځ د ایران د اصیلې موسیقۍ د نغمو اجرا، د ایراني کلیوالو او کروندګرو ښځو د هڅو د انځورونو له نندارې سره یوځای، د دې نړیوالې غونډې د لیدونکو له پراخ هرکلي سره مخ شوه.
(last modified 2026-10-13T04:36:48+00:00 )
Oct 13, 2026 09:04 Asia/Kabul
  • د ایران د اصیلې موسیقۍ نغمو په روم کې انګازې وکړې

پارس ټوډې — په روم کې د «له تخم تر خوړو پورې» تر سرلیک لاندې د نړیوال نندارتون په وروستۍ ورځ د ایران د اصیلې موسیقۍ د نغمو اجرا، د ایراني کلیوالو او کروندګرو ښځو د هڅو د انځورونو له نندارې سره یوځای، د دې نړیوالې غونډې د لیدونکو له پراخ هرکلي سره مخ شوه.

د ایرنا خبري اژانس په حواله، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) د نړیوال نندارتون په پنځمه او وروستۍ ورځ، د ایران اسلامي جمهوریت کلتوري پروګرام د سیمه‌ییزې موسیقۍ په اجرا او د ایران په بېلابېلو سیمو کې د کروندګرو ښځو د فعالیتونو د فلمونو په نندارې سره، نړیوالو لیدونکو ته د ایراني کلتور، هنر او د تولیدوونکو د هڅو یوه بېلګه وړاندې کړه.

دا پروګرام چې د نندارتون په اصلي تالار کې ترسره شو، د ایراني اصیلې موسیقۍ د نغمو او د ایران په بېلابېلو سیمو کې د کرنیزو فعالیتونو د انځورونو په خپرولو سره، د سیمه‌ییزې موسیقۍ، کلیوالي کلتور او د کرنیزو محصولاتو په تولید او د خوړو د خوندیتوب په تأمین کې د ښځو ترمنځ اړیکه نندارې ته وړاندې کړه.

د دې پروګرام له اجرا څخه د نندارتون لیدونکو پراخ هرکلی وکړ او د بېلابېلو هېوادونو د استازو او لېواله کسانو په حضور کې یې د ایران د کلتوري میراث او کرنیزو وړتیاوو د یوې برخې د ورپېژندلو فرصت برابر کړ.