اسماعیل بقايي: د یمن په اړه د ایران دریځ ثابت دی
پارس ټوډې- د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ټینګار وکړ چې ایران د یمن په اړه پر خپل اصولي دریځ ټینګ ولاړ دی.
پارس ټوډې سایټ زمونږ د خبریال په قول راپور راکړی بقايي پرون له خبریالانو سره په مرکه کې د سعودي عربستان او یمن ترمنځ د شخړې په اړه د ایران د اسلامي جمهوریت دریځ څرګند کړ او ویې ویل چې د ستونزو د حل لپاره باید د سعودي عربستان او یمن ترمنځ خبرې وشي او له ډیپلوماټیکو لارو چارو کار واخیستل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل څرګنده کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت تل چمتو و چې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د مرستې هڅې وکړي.
هغه زیاته کړه چې ایران اوس هم چمتو دی، څو د دواړو خواوو په غوښتنه په دې برخه کې له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.
اسماعیل بقايي د سعودي عربستان او یمن ترمنځ د شخړو پخوانۍ مخینې ته په اشارې سره وویل، د تېرو دولسو کلونو پېښو وښودله چې بهرنۍ لاسوهنه، پوځي چلند او کلابندي د یمن د ستونزې حل نه دی.
هغه زیاته کړه چې د یمن خلکو له یوې لسیزې څخه د ډېرې مودې راهیسې د خپل هېواد د سمندري او هوايي کلابندۍ پر وړاندې مقاومت کړی او په بې سارې زغم سره یې د دې ظالمانه کلابندۍ پایلې زغملي دي.
د هغه په وینا، دا کلابندي له سیمې څخه د بهر لوبغاړو، په ځانګړي ډول د بریتانیا او امریکا پلان کړې ده.
خو تمه شته چې د سیمې هېوادونه او د اسلامي نړۍ هېوادونه د دې حالت د پای ته رسولو لپاره هڅې وکړي.