اسلامی ایران د پاکستان د کویټه ترهه ګره حمله وغندله
د ایرنا له راپور سره سم د ایران د ملی امنیت د لوړې شورا منشی علی شمخانی نن خپل پاکستانی هم څنګ ناصر خان جنجوعا ته د پیغام په ورلیږلو سره د پاکستان په کویټه کې د ترهه ګر اقدام د غندلو په ترڅ کې په دغه ترهه پیښه کې د ګڼ شمیر ښاریزو د وژل کیدا او ژوبلیدا په مناسبت د پاکستان دولت او ملت ته تسلیت ووایه او د دغې پیښې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږی څرګنده کړه .
ښاغلی شمخانی د هغو ترهه ګرو تفکراتو او عقایدو له رامینځته کیدا او پراختیا سره د هر اړخیزې مبارزې ضرورت ته په اشارې سره چی د بیګناه انسانانو د وژلو او همداراز د اسلامی هویت د داغی کیدا سبب کیږی ، جوته کړه د ترهه ګرو ډلو د مالی تامین ، وسلو او غړیو جوړولو د لارو بندولو لپاره د نړیوالې ټولنې له ریښتونی هلو ځلو پرته د ترهه ګرۍ جرړه ایستلو ته نشو هیله من کیدلې .
د پاکستان په کویټه ښار کې په سول روغتون کې د نن سهار په ترهه ګرې حملې کې لږ تر لږه ۷۰کسان مړه او په لسګونونور هم ژوبل شول .
په وژل شویو کسانو ډیر وکیلان او دوه خبریالان هم تر سترګو کیږی او د ډیرو ژوبلو کسانو حالت نازک راپور شوی دې .