د دعای عرفې ولولناکی دستوری په درست اسلامی ایران کې ترسره شوې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i24799-د_دعای_عرفې_ولولناکی_دستوری_په_درست_اسلامی_ایران_کې_ترسره_شوې
زمونږخبریال راپورراکړ د عرفې د دعا او د منا دتیر کال دغمیزې دشهیدانو د درنښت دستورې په درست ایران کې ترسره شوې او د حضرت امام حسین علیه السلام په زړه پورې دعا او دغه راز دمنا دغمیزې دزرګونو شهیدانویاد تازه شو او داهل بیت علیهم السلام مینه والو دامام بزرګوار په دعا سره خپل زړونه سیراب کړل او په الهی درګاه او عرفات په صحرا کې ئې دامام حسین علیه السلام دذکرونو او دعاګانو په یادولو سره د استغفار چغې پورته کړې .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 11, 2016 12:31 Asia/Kabul
  •   د دعای عرفې  ولولناکی دستوری په درست اسلامی ایران  کې ترسره شوې

زمونږخبریال راپورراکړ د عرفې د دعا او د منا دتیر کال دغمیزې دشهیدانو د درنښت دستورې په درست ایران کې ترسره شوې او د حضرت امام حسین علیه السلام په زړه پورې دعا او دغه راز دمنا دغمیزې دزرګونو شهیدانویاد تازه شو او داهل بیت علیهم السلام مینه والو دامام بزرګوار په دعا سره خپل زړونه سیراب کړل او په الهی درګاه او عرفات په صحرا کې ئې دامام حسین علیه السلام دذکرونو او دعاګانو په یادولو سره د استغفار چغې پورته کړې .

سږکال  دآل سعود رژیم   واکوالانو په صدِعن سبیّل  ا....  سره  دحج په مناسکو    او دعرفات  په ټاټوبی کې دلمنځ اودعاګانو  په دستوروکې دایرانیانو  د شتون  خنډ شوی دی

تیر کال  دآل سعود رژیم  دبې کفایّتۍ او بې پروائۍ  په علت  او  دعربستان داړونده  مسئولانو دکارړنګونو پشمول په نورو دلیلونو  سره  هماغه شان  دتیر کال دمنا  دغمیزې اړخونه روښانه شوی نه دی  ، او  اسلامی  هیوادنو  څه دپاسه اوه زره حاجیان  چې  مهاجر الی ا... شوی وو د آلسعود  رژیم  دلټیو اونالایقتوب قربانی  شول چې په هغو  کې ۴۶۹ ایرانی حاجیان  هم شامل وو .