دایران عراق تر مینځ د شلمچې بارډر پرانستل شو
د اسلامی ایران ولسمشر د ایران په جنوب لویدیځ کې د شملچې دپولې بارډر پرانسته.
د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخې په خوزستان ولایت کې د شملچې سرحدی لاره چې د ولسمشر حسن روحانی په شتون سره یې کار پیل کړ هره ورځ تر پنځوسو زرو د زیاتو کسانو د تیریدو وړتیا لری.
حسن روحانی همداراز د شلمچې د شهیدانو د درنښت په مراسمو کې په ګډو سره د حسینی څلویښتۍ لپاره تلونکی زیارتوال په شملچه پوله کې بدرګه کړل.
د اسلامی ایران ولسمشر د څو مهمو اقتصادی طرحو منجمله د یادآوران د میدان د پراختیا د طرحې ، د شمالی ازادګانو میدان د لومړی فاز او د شمالی یارانو د میدان د طرحو افتتاح لپاره خوزستان ته تللی دی. دغه تیلی میدانونو له عراق سره مشترک میدانونه دی چې له چینی شرکتونو سره په ګډه پانګونه ترې استفاده پیل شوه .