د حسینی اربعین او څلویښتۍ په مناسبت زمونږ تسلیت ومنئ
د ایران اسلامی جمهوریت د حضرت امام حسین علیه السلام او د هغوی د وفادارو ملګرو د شهادت د څلویښتمې د کلیزې په شپه په ویر او ماتم کښې ډوب دی.
سبا د یکشنبه د ۱۴۳۸ هجری قمری کال د صفرې د میاشتې شلمه نیټه د شهیدانو د سالار او د نړۍ د مسلمانانو د دریم معصوم امام حضرت حسین علیه السلام او د هغوی د عزیزانو د شهادت څلویښتی ده.
د پیغمبراکرم حضرت محمد مصطفی(ص) دغه خوږ لمسی او د جنت د ځوانانو سردار د ۶۱ هجری قمری کال د محرم د میاشتې په لسمه نیټه په ۵۷ کلنۍ کښې د کربلا په دښته کښې ډیر په ظلم سره شهید کړی شو. هغوی د کربلا د پیښې په بیان کښې او له مکې نه د کربلا په ټوله لاره او همداشان تر شهیدیدو پورې په ډاګه داسې ویل: له دې خوځښت او پاڅونه زمان مقصد د یزید اسلام ضده دښمن رسوا کول او د نهی عن المنکر او امر بالمعروف پرځایښت او د ظلم او ستم په وړاندې دریدل دی او د قرآن کریم له ملاتړ او د سوچه محمدی(ص) اسلام له ژوندی ساتلو پرته بل هیڅ هدف نه لرم.
د عراق د کربلا او نجف په شان په ټول اسلامی ایران او پاکستان، افغانستان او هندوستان په شمول د نړۍ په ډیرو هیوادونو کښې د شهیدانو د سالار د شهادت د څلویښتۍ په مناسبت د ویر او ماتم مراسم ترسره کیږی.
مونږ هم د نړۍ ټولو مسلمانانو او د امام حسین علیه السلام او د پیغمبراکرم(ص) د پاکې کورنۍ مینه والو ته په دې مناسبت تسلیت او تعزیت وایو.