دایران داسلامی انقلاب دبریالیتوب په هکله دځانګړی وینا .
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i39847-دایران_داسلامی_انقلاب_دبریالیتوب_په_هکله_دځانګړی_وینا_.
د تهران راډیو ګرانو لوستونکوزمونږ سلامونه ومنئ اوس دایران داسلامی انقلاب دبریالیتوب په هکله دځانګړی وینا درېمه (۳)برخه درته وړاندې کړو هیله ده چې د اوریدو فرصت یې ولرئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 31, 2017 12:51 Asia/Kabul
  • دایران داسلامی انقلاب دبریالیتوب په هکله  دځانګړی وینا .

د تهران راډیو ګرانو لوستونکوزمونږ سلامونه ومنئ اوس دایران داسلامی انقلاب دبریالیتوب په هکله دځانګړی وینا درېمه (۳)برخه درته وړاندې کړو هیله ده چې د اوریدو فرصت یې ولرئ .

په دغه  وینا کښې دایران د هغه وخت د باچا محمد رضا د ظالم حکومت د زندان په اړه د اسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی رحمت الله علیه ددوو(۲) نږدې ملګرو ایت الله هاشمی رفسنجانی او د میرمن مرضیه حدیدچی دباغ  په خاطرو غور شوی دی .

()

دایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب اته دیرشمه (۳۸)کلیزه راوسیدله او دغه انقلاب هماغه راز دسیمې او دنیا په سیاسی معادلاتو کښې اغیزشیندونکی او د پام وړ دی .

دایران اسلامی انقلاب دحضرت امام خمینی رحمت الله علیه لخوا چې تاریخ جوړونکی مشر وو بریالیتوب ته ورسید .

دپیړۍ دغه سترې پیښې یعنی دایران اسلامی انقلاب له یوې خوا په دنیا واکمن دوه(۲) قطبی نظام ګډوډ کړ او له بلې خوا یو(۱) ترترټولو پیاوړی ګوډاګی رژیم چې د سترو قدرتونو له ملاتړه برخور وو له مینځه یوړه او دایران په شان هیواد کښې یې چې ستراتژیک او اقتصادی اهمیت لری ستر ولسی او سیاسی بدلون رامینځته کړ.

دایران اسلامی انقلاب په ژورو پوهو سره چې ددنیا په مسلمانو ملتونو په تیره بیا په مسلمانو هیوادونو کښې یې رامینځته کړی دی  د جرړه لرونکو سیاسی بدلونونو او د روښانه سیاسی حرکتونو او ګروهنو او تفکرونو زمینه هم برابره کړه .

دایران اسلامی انقلاب یوځل بیا اسلام په دنیا کښې د یوه(۱) ټاکونکی قدرت په توګه مطرح کړ .

د ایران داسلامی انقلاب له کبله دبدلونونو ژور والی ، دمشر تابه د ستر مقام قدرت او ایډیالوژیک ماهیت سبب شو دسیاسی علومو ډیر نظر خاوندان  دانقلاب په تئوریو(Theories) یعنی نظریو کښې بیا کتنه وکړی .

دایران داسلامی انقلاب دبریالیتوب کلیزه ددغه انقلاب د بریالیتوب د څرنګوالی د بیانولو لپاره یو(۱) فرصت دی ځکه چې دغه انقلاب په دنیا او ایران دهغه ژورو اغیزونو ته په پام سره د ځوان نسل لپاره ډیرې داسې خبرې لری چې بیان شوی نه دی .

دایران داسلامی انقلاب مشرۍ د ستر مرجع حضرت امام خمینی رحمت الله علیه په لاس کښې وه .

 داسلامی انقلاب بریالیتوب ته په نږدې وخت کښې له حضرت امام خمینی رحمت الله علیه  سره په اسلامی غورځنګ کښې داسې کسانو ملګرتیا کوله چې دایران داسلامی جمهوری نظام په تثبیت او د اسلامی انقلاب په بریالیتوب کښې یې اغیزشیندونکی رول درلود .

دایران د باچا د ظالم حکومت په وخت کښې د امام خمینی رحمت الله علیه دغه ټول ملګری د مبارزې په ټولو کلونو کښې تر تعقیب لاندې ، زندانی او یا جلاوطن وو .

دایران له هر صنف ، کلی او هر ښار څخه د خلکو دټولو پرګنو د ګډون یو(۱) دلیل د ازادی غواړو په ځپلو کښې ددغه رژیم د بې شمیره جنایتونو او د سا ډوبۍ دفضا په خاطر له باچاهی حکومت څخه نفرت وو .

په خپل وخت کښې د جاسوسۍ  دیوې(۱)  ترټولې ویرونکی ادارې ساواک د شکنجې او زندان په هکله د ایران داسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت امام خمینی رحمت الله علیه د ملګرو دخاطرو بیانول د ساډوبۍ د فضا یوه(۱) برخه نندارې ته وړاندې کوی .

په تیرې وینا کښې دایران داسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه چې د حضرت امام خمینی رحمت الله علیه ځای ناستی دی او دغه راز د اسلامی ایران د ددوهم (۲)ولسمشر  شهید محمد علی رجایی د خاطرو یوه(۱) برخه درته وړاندې شوی وه  .

()

دایران داسلامی انقلاب د بنسټګر حضرت ایت الله خمینی رحمت الله علیه یو(۱) نږدې ملګری ایت الله هاشمی رفسنجانی وو چې د خپلې مبارزې د عمر څه وخت یې په زندان کښې تیر کړ .

ایت الله هاشمی رفسنجانی د جاسوسۍ ادارې ساواک د مامورانو لخوا دخپلې پلتڼې د لومړۍ شپې د خاطرو په اړه وایی :  دساواک مامورانو به زه په متروکو وهل او شکنجه  کولم به یې او ماته به یې بد رټ وهل او زما سپکاوی  به یې کاوه او لږ شان به یې وهلم نو یوه مامور به ویل مه یې وهه اوس اعترافات کوی. ځینې موردونه به مو بیانول ، زما وهل به یې بیا پیل کړل او قانع کیدل نه او زه به یې بیا کله نه کله په دیوال پورې نښلولم او زما په مرې به یې چاقو  کیښوده او ویل به یې د ستا سر غوڅوو .

زما مرې ژوبله شوی وه . یو ځل یې زما دسپکاوی لپاره زه لوڅ کړ . او دنیمې شپې تر  څلورو(۴) بجو پورې دغه حالت دوام درلود . متروکو زما غوښې تلې کړی وې او  متروکې زما هډوکو ته رسیدلی وې او زما ځینې هډوکی مات شوی وو . د جاسوسۍ ادارو مامورانو له پلټنې څو ورځې وروسته زه په داسې حال کښې چې سترګې یې راتړلی وې او بدلې جامې یې راغوندلی وې  پوځی روغتون ته یوړم .»

د تهران چاپ د کیهان ورځپاڼې مسول چلونکی حسین شریعتمداری له ښاغلی هاشمی رفسنجانی سره  د زندان په اړه دپام وړ خاطره لری .

حسین شریعتمداری په خپلو خاطرو کښې په دې اړه وایی :« یو ځل مو ځان د پلټنې په کوټه کښې بیهوشه کړی وو چې د استخباراتی ادارې ماموران زما له شکنجې لاس واخلی . په هغه وخت کښې  متوجه شوم ښاغلی هاشمی رفسنجانی یې د شکنجې کوټې ته راوړه  . هغه مو مخکې په یوشمیر غونډو کښې لیدلی وو او پیژنده مو دهغه وخت مشهور شکنجه کونکی ازغندی د فرنچ اله د ښاغلی هاشمی له مرې تاو کړه  او پیچ یې تاو کړ .

فرنچ اله  داسې وسیله ده  چې د سړی دمرې ګیر چاپیر تاویږی او دپیچ په تاو کولو سره هره شیبه پیاوړی کیږی او د سا داخیستلو لاره بندوی .

ما په خپلو سترو دغه پیښه لیدله . دهغه وخت مشهور شکنجه کونکی ازغندی تر دې  حده د فرنچ اله  تاو کړه چې ښاغلی هاشمی رفسنجانی د سا دبندیدا په حال کښې وو . له دغه شکنجې سره په یووخت شکنجه کونکی سړی ازغندی کنځل هم کول . وروسته یې وویل ته ولې د خمینی لپاره تبلیغات کوئ . ازغندی په داسې حال کښې چې بیا یې هم دفرنچ اله ټینګوله هاشمی رفسنجانی ته وویل نور دغه کار مه کوه او څو شیبې وروسته یې د فرنچ اله خلاصه کړه . د فرنچ الې په خلاصیدا سره ښاغلی هاشمی رفسنجانی وویل :«بیا هم د امام خمینی  لپاره تبلیغات کوم  .»

()

د ایران دهغه وخت د باچا رژیم لپاره دغه خبرې هیڅ فرق نه کاوه چې د باچاهی ظالم نظام مخالف کس سړی ، ښځه یا زلمی دی .

دایران دهغه وخت باچا رژیم هر هغه کس چې د رژیم مخالف وو سخت شکنجه کاوه .

یوه مبارزه میرمنه چې د ایران دهغه وخت باچا رژیم سخته شکنجه کړی وه میرمن مرضیه حدید چی دباغ وه .

میرمن مرضیه حدیدچی دباغ هماغه مبارزه میرمن وه چې په نولس سوه اته اتیایم (۱۹۸۸)میلادی کال کښې یې له ایت الله جوادی املی سره یوځاې دیوه(۱) پلاوی په مشرۍ ماسکو ته په سفر کښې د پخوانی شوروی اخری ولسمشر میخائیل ګورباچوف ته د ایران داسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود تاریخی لیک  ورکړ .

میرمن مرضیه حدیدچی دباغ دساواک دمامورانو لخوا دخپلې نیونې او شکنجو په باره کښې په خاطرو کښې وایی : شکنجې په څپیړو وهلو ، سپکاوی او سوکه سوکه په متروکو، کوتکو او سختو کنځلو سره شروع کیدلې . څو ځله یې زما پښې او لاسونه په څوکۍ پورې  وتړل او کنټرول یې کړل او زما په سر یې د  وسپنې یا مسو ټوپۍ کیښودلی وه او ورپسې یې په متفاوتو ولټژونو سره ماته د بریښنا کرنټونه راکول چې زما بدن به یې لړزه . د متروکو او دکوتکو وهل د هرې ورځې عادی چاره وه چې کله نه کله په عادی او کله نه کله په حرفه ډول ترسره کیدل . په  حرفه ای وختونو کښې یې زه دومره په متروکو  په پښو وهلم چې بې هوشه کیدم به . ورپسې به یې داوبو په شیندلو سره زه راویښولم او زه به یې مجبورولم چې په پښو لاړه شم چې زما پښې ونه پړسیږی .هغه درد چې دشکنجې په وجه په بدن کښې وو ستومانه کونکی  وو .»

میرمن مرضیه دباغ دایران د هغه وخت دباچا دظالم رژیم د استخباراتی ادارې ساواک د شکنجو په باره کښې ډیرې ترخې خاطرې لری او دخپلو خاطرو په یوې  برخې کښې وایی :« د ساواک مامورانو یوځل زه په یوه کټ څملوم او زما پښې او لاسونه یې راوتړل ، او کله چې شکنجه کونکی کس کوټې ته راغی نو په خولې  کښې بل سګریټ نیولی وو او سمدستی یې دغه  سګریټ زماپه لاس کیښود او مړ یې کړ او په داسې حال کښې چې ما به فریاد کاوه  هغه زه  مسخره کولم » اخ زما سګریټ مړ شو .» هغه به بیا سګریټ بلوه ، او دا ځل یې سګریټ زما دبدن په حساسو ځایونو مړ کاوه او زما د بدن ټولو سیلولونو به درد کاوه .»

()

دایران د هغه وخت داستخباراتی اداې ساواک پلټونکو د مبارزانو د مقاومت او دریدا د روحیې د ماتولو لپاره له مختلفو رودوه  استفاده کوله .

په دوې کښې یوه (۱)روده د زندانی مبارزانو او یا تر تعقیب لاندې د کسانو د خپلوانو او د بچیانو نیول او شکنجه کول وو .

میرمن مرضیه حدیدچی دباغ په دغه رودې سره په سخته په روحی ډول شکنجه کیدله .

دایران دهغه وخت داستخباراتی ادارې ساواک پلټونکود میرمن مرضیه حدیدچی دباغ څوارلس(۱۴) کلنه لور ونیوله او  په سخت ډول یې شکنجه کړه چې د هغې له مور څخه د انقلابی مبارزانو په باره کښې اطلاعات ترلاسه کړی .

دحضرت امام خمینی رحمت الله یوشمیر مبارز ملګری داستخباراتی ادارې ساواک د شکنجو په وجه شهیدان شول .

په دوې کښې مشهورې څیرې د ایت الله غفاری او د ایت الله سعیدی په نوم دوه(۲) مبارز روحانیون وو .

داډول ډیرې خاطرې شته چې په دغه لنډ فرصت کښې ددغو ټولو خاطرو دبیانولو امکان نشته .

مونږ په دغه وینا کښې د محمد رضا پهلوی او دهغه د پلار د ظالم او دیکتاتور رژیم په وخت د سیاسی بندیانو دخاطرو له څو زره صفحو او پاڼو یوازې  څو  پاڼو او خاطرو  ته اشاره وکړه .

په پاې کښې د امریکا په  جاسوسۍ ادارې سی ایی ای(CIA) او د اسرائیلو په جاسوسۍ ادارې موساد(Mossad)  کښې د ساواک د روزل شویو مامورانو د شکنجې څو رودو ته اشاره کیږی .

دایران دهغه وخت د استخباراتی ادارې ساواک د شکنجو یوه(۱) روده دانګڼ په جالیو او په ستنو پورې دبندیانو  تړل وو . دساواک مامورانو به د بندیانو لاسونه او پښې په پړی او یا ځنځیر سره په سیخونو پورې تړلې .بندی کس به ډیر وخت په دغه حالت کښې پاتې کیده او پښو او لاسونو به  یې درد کاوه ، خیټې به یط درد کاوه ، میتیازې به ترې تللې او پښې به یې ګزی مزی کیدلې .

د بندی کس دبدن په یوه(۱) حساس ځاې دمتروکو ګوزار د استخباراتی ادارې ساواک دمامورانو شکنجې یوه(۱) بله روده وه .هغوې به بندیان لوڅ او برمنډکول او د وسپنې په کټ چې هیڅ نیالې ورباندې نه وه څملول او  ددوې پښې به یې په کټ پورې په پړې سره تړلې او بندی کس به یې له بره په متروکو وهلو . دساواک مامورانو به کله نه کله د تورن کس د چغو د وهلو دمخنیوی لپاره دهغه په خولۍ کښې ټوکره یعنی کپړه کیښودله . دغه کار د زندانی له  روانی او نفسیاتی سپکاوی پرته نور ځورول هم درلود .شکنجه کونکو  ددې لپاره چې خپل رذالت خپل اوج ته ورسوی تورن کسان لوڅ کول او دهغوې په بدن کښې به یې لرګی ، ، وسپنه او یا نور شیان ورمنډل .د تورنو کسانو سوزول یوه دوده روده وه په دې ډول چې یو سیخ یا د بریښتا اطو یا استری به یې ګرموله او بیا به یې په ټول دباو سره د تورن کس دبدن په ټولو سیمو کیښودله .د تورن کس د شکنجه کولو یوه روده  دلاس او پښو په نوکانو کښې د ستنې(Needle) ورمنډل وو . ساواک دشکنجې بیلابیلې رودې درلودلی دی چې هغه باید  په یوه بل فرصت کښې بیان کړو