د ایران اسلامی انقلاب داوسنۍ پيړۍ یو بې مخینې انقلاب دی .
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i40005-د_ایران_اسلامی_انقلاب_داوسنۍ_پيړۍ_یو_بې_مخینې_انقلاب_دی_.
زمونږخبریال راپورراکړ د آذربایجان جمهوریت داتحاد ګوند مشر خودي خودي اف دایرن ملت او حکومت ته د سباؤن لسیزې دشپو ورځو په مناسبت دمبارکۍ په وئيلو سره ویلی دي ، دایران اسلامی انقلاب یو هغه خاص انقلاب دی چې دانسانانو دپوهې په لوړولو ئې ډيرې غوره اغیزې کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 02, 2017 15:22 Asia/Kabul
  • د ایران اسلامی انقلاب داوسنۍ پيړۍ یو بې مخینې  انقلاب  دی .

زمونږخبریال راپورراکړ د آذربایجان جمهوریت داتحاد ګوند مشر خودي خودي اف دایرن ملت او حکومت ته د سباؤن لسیزې دشپو ورځو په مناسبت دمبارکۍ په وئيلو سره ویلی دي ، دایران اسلامی انقلاب یو هغه خاص انقلاب دی چې دانسانانو دپوهې په لوړولو ئې ډيرې غوره اغیزې کړي دي.

    هغه زیاته کړې  که د دپهلوي رژیم  په ضد   دحضرت امام خمیني  په رهبرۍ   دایران  اسلامی انقلاب  رامینځةشوی نه وائ ، نو  داسلام دین او اسلامی کلتور  له ډيرو مشکلاتو اوستونزو سره لاس اوګریوان کید.

  جودي اف ټينګار کړی ،  دنړیوال امپرالیزم ماته او د استکباري سیاستونو ناکامول   د ایران داسلامی جمهوری نظام دارواښاد لارښود حضرت اما م خمیني  په رهبرۍ داسلامی انقلاب  خورا مهمې بریاوې  وې .

 داپه داسې حال کې دي چې  په اسلامی  ایران او نورو هیوادونو کې دسباؤن لسیزې  په دریمې ورځې  هم  داسلامی انقلاب د کلتوري او ټولنیزو  بریاؤ او اغیزو په مناسبت  دستورې جوړیږي او  نن  هم په درست ایران کې  دشهیدانو پر هدیرو  ګلونو ګیډۍ کیښودل شوې او دغه راز دشهیدانو   او دهغوي دکورنیو درنښت وشو .