د ایران ډیر ستر لمریز بریښنا کوټ په همدان کی پرانیستل شو
Feb 04, 2017 10:29 Asia/Kabul
زموږ د خبریال د راپور په اساس، نن د فجر او سباؤن د مبارکې لسیزې له پنځمې ورځې سره په یو وخت، د همدان د فارس خلیج ۷ مګاواټی لمریز بریښنا کوټ، د ایران د اوبو او بریښنا د وزیر«حمید چیت چیان» په حضور کی افتتاح شو.
د همدان ولایت د د بریښنا د ویشلو شرکت لوی مدیر«رضا تیموری» پدغو مراسمو کی وویل: د همدان د فارس خلیج ۷ مګاواټی بریښنا کوټ، په بهرنۍ پانګونې سره پلان او طراحی شوئ، او د اته میلیون یورو په لګښت سره، د لس هکټاره ځمکې په مساحت کی جوړ شوئ دئ.
ده زیاته کړه: د همدان د فارس خلیج د ۷ مګاواټی بریښنا کوټ د جوړولو او سمبالولو لپاره، له داخلی امکاناتو او تجهیزاتو څخه هم استفاده شوې ده.
ټیګونه