هیله ده سږکال دحج د ترسره کولو لپاره شرائط برابر شي .
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i40823-هیله_ده_سږکال_دحج_د_ترسره_کولو_لپاره_شرائط_برابر_شي_.
زمونږخبریال راپور راکړ دایرانیو حاجیانو سرپرست حجةالاسلام سید علی قاضي عسګر نن سعودي عربستان ته دایراني پلاوي دلیږلو په درشل کې درهبرۍ د بعثې دغږملونکي اوپلانونکي شورا په غونډې کې روښآنه کړې ،که عربستان واقعا غواړي ، ایراني حاجیان سږکال حج ترسره کړي ، نو باید په خبرواترو اود ویزو دصادرولو په بهیر کې له ځنډ او خنډ اچولو ډډه وکړي او او ایرانیو حاجیانو دهرکلي فیصله وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 13, 2017 16:00 Asia/Kabul
  • هیله  ده سږکال دحج د ترسره کولو لپاره شرائط برابر شي .

زمونږخبریال راپور راکړ دایرانیو حاجیانو سرپرست حجةالاسلام سید علی قاضي عسګر نن سعودي عربستان ته دایراني پلاوي دلیږلو په درشل کې درهبرۍ د بعثې دغږملونکي اوپلانونکي شورا په غونډې کې روښآنه کړې ،که عربستان واقعا غواړي ، ایراني حاجیان سږکال حج ترسره کړي ، نو باید په خبرواترو اود ویزو دصادرولو په بهیر کې له ځنډ او خنډ اچولو ډډه وکړي او او ایرانیو حاجیانو دهرکلي فیصله وکړي .

 هغه  هیله وښودله    سعودي عربستان  ته داسلامی ایران دلیږونکي پلاوي خبرې آترې  مثبتې نتیجې ولري .

  ټاکل شوې ده ، ایرانی پلاوي دفرورۍ  په درویشتمه نیټه    له سعودي عربستان لوري سره  دخبرواترو لپاره  په رسمي بلنې سره   عربستان ته  سفر وکړي .

 سعودي عربستان تیر کال  په چټي دلیلونو سره    دحج په مناسکو کې  د اسلامی ایران ،سورئې  او یمن پشمول  دځينو  هیوادونو  دحاجیانو دشتون مخه  نیولې وه .  او سږکال هم   که دایرانیو  حاجیانو د ژوند او عزت خیال ونه ساتل شي نوممکنه ده  دایران په لسګونو زره تلونکي حاجیان سږ کال  هم  دحج مناسک بایئکاټ کړي .