دسعودي عربستان چارواکي له توهّم سره مخامخ شوي دي
دایران د خارجه وزارت ویندوي بهرام قاسمي نن له العالم ټیلیویژني چینل سره په خبرو کې دایران په ضد دسعودي عربستان د دریځونو په باب وویل سعودي عربستان دنوروقدرتونو او دصهونیسټ رژیم په څير دځينو رژیمونو تراغیزو لاندې په سیمې او نړۍ کې دځان لپاره په درندو لګښتونو په رامینځةکولو پسې دی .
قاسمي روښآنه کړې ،دایران په وړاندې په وروستیو کلونو کې دسعودي واکوالانو دریځونه ، د ایران او سیمې په وضعیَت د کافي ناپوهۍ او داطلاعاتو د نه درلودلو له امله بیان شوي دي . . هغه ددې خبرې په کولو سره چې سعودي عربستان یا دسیمې ځیني نور هیوادونه په امریکا کې دنوي ولسمشر واک ته په رسیدو سره باید تاریخي تیروتنې ونه کړي ، زیاته کړه ؛ دسیمې هیوادونه باید خپل برخلیک له سیمې د ورآخو ا هیوادونو له سیاستونو سره ونه تړي .
د ایران دخارجه وزارت ویندوي ایران ته دکویت دامیر دځانګړي استازي د وروستي سفر په باب هم وویل ، د ایران اصولي سیاست، له ګاونډیانو اودسیمې له هیوادونو سره دمتعادلو او منصفانه اړیکو درلودل دي او باید دغه اړیکې په سیمې کې دبهرنیو حکومتونو اوصهونیسټ رژيم دزیات غواړي خوئ تر اغیزو لاندې ورنشي .