ملګري ملتونه او دکډوالو لپاره دایران د مرستو ستاینه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i42504-ملګري_ملتونه_او_دکډوالو_لپاره_دایران_د_مرستو_ستاینه
په تهران کې دملګروملتو د کډوالو دچارود لوړې کمیشنرۍ استازي له کډوالو د ایران داسلامی جمهوریت دملاتړونو په قدرونې سره دڅه دپاسه درو میلیون کډوالوته د ایران بې مخینې خدمات، دایران د ولس او مسئولانو داحساس اومسئولیّت او د انسان دوستۍ دروحيې نښه وبلله .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 08, 2017 15:09 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه او دکډوالو لپاره دایران د مرستو ستاینه

په تهران کې دملګروملتو د کډوالو دچارود لوړې کمیشنرۍ استازي له کډوالو د ایران داسلامی جمهوریت دملاتړونو په قدرونې سره دڅه دپاسه درو میلیون کډوالوته د ایران بې مخینې خدمات، دایران د ولس او مسئولانو داحساس اومسئولیّت او د انسان دوستۍ دروحيې نښه وبلله .

په تهران کې د ملګروملتو د کډوالو د لوړې کمیشنرۍ استازي  سیوانکا داناپالا  دایران په مرکز یزد کې  دافغانستان دپيژندنې   د څلورمې ملي غونډې په پایزو  دستورو کې ،له میلیونو کډوالو  سره   دایران  ډيرو زیاتو   او له سخاوته د  ډکو مرستو او ملاتړونو  قدرونه وکړه .  هغه  وویل ، دافغان کډوالو دزده کړو  دامکان  برابرول ، دبیمې ورکول  او   په حکومتي ښونځیو کې دفیسونو  له ورکولو دهغوي معاف کیدا،  دکډوالو  په باب دایران د اسلامی جمهوریت   خورامهم اقدامات دي .

  هغه د دې خبرې په کولو سره چې  دکډوالو په باب دایران ښه او غوره اقداماتو  تل  نړیوال اورګانونه اودهغو مسئولان ستائي ،  وویل ، ایران     یو  هغه ځانګړی هیواد دی چې  په تیرو وختونو کې ئې   نړیوالو مرستو  ته  له تَمو   او انتظار  پرته  ، دافغانستان  او عراق  په میلیونونو کډوال منلي دي . په عین حال کې    په افغانستان دشوروي دسره  پوځ  دتیریو له وخت راهسې، دایران اسلامی جمهوریت  دڅه دپاسه  درومیلیونو افغان کډوالو کوربه دی . پردغو کډوالو سربیره ،    دفارس خلیج له لومړني جنګ وروسته  هم  اسلامی ایران د لکونو عراقي کډوالو  کوربه هم شو .   په عین حال  کې  مسئولو نړیوالو اورګانونو،  هیڅکله هم  دبهرنیو کډوالو   څخه په لازیات  ملاتړ او مرستې کې  له ایرانه  دملاتړ لپاره  پخپلو قانوني دندو  عمل  ونه کړ.

  په ایران کې دحاضرو افغان اوعراقي کډوالو  په وړاندې  د مسئولو اورګانونو بې عملي  ، په داسې شرائطو  کې  وه ، چې ایران   له ډیرو زیاتو مشکلاتو سره سره په  تیره بیا داته کلنې سپيڅلي دفاع په پړاؤ کې هم  هیڅکله  بهرنیو کډوالو ته   له خدماتو  رسولو ډډه نه ده کړې  اودملګروملتو دلوړپوړو چارواکو اوچاروالو  په اعتراف ،  دکډوالو دمنلو اودانسان دوستۍ دغه شان روحیّه  دنړۍ په یوې سیمې کې  هم نه ده لیدل شوي .

د ایران په اسلامی جمهوریت کې د میلیونونو  کډوالو لپاره   دښاریزو دحقوقو په وړاندې کولو کې  له  توپيرپرته ،د   وړیا ښونې  دخدماتو وړاندې کول ، ددرملنې  دبیمې   امکاناتو برابرول ،  په داسې شرائطو کې پوره شوي دي  چې  دبشری حقوقو   مدعي هیوادونه  نن سبا  په تیره بیا دمینځني ختیځ  دکډوالو په منلو کې   په کارړنګونو سره  له لودیځي هیوادونو  د دغو کسانو په ویستلو پسې دي .

دکډوالو دشخړې  په وړاندې  دلوديځي  هیوادونو  بې پروائي  په داسې حال کې ده چې  په اساسی توګه ، دغه بحران ، له ترهه ګرو د ملاتړ  له لارې په مینځني ختیځ سیمې  او شمالی افریقا کې    دلوديځي هیوادونو  دلاسوهنو  په نتیجې کې رامینځة شوی دی .