جرمنی په ایران کې دپانګوالو هیوادونو په سر کې دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i44150-جرمنی_په_ایران_کې_دپانګوالو_هیوادونو_په_سر_کې_دی
دجامعې ایټمی موافقې له اجراوروسته جرمنی په ایران کې کابوڅلورمیلیارډ ډالرو په ارزښت پانګونه کړې ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 02, 2017 01:37 Asia/Kabul
  •  جرمنی په ایران کې دپانګوالو  هیوادونو په سر کې دی

دجامعې ایټمی موافقې له اجراوروسته جرمنی په ایران کې کابوڅلورمیلیارډ ډالرو په ارزښت پانګونه کړې ده

ایرناخبری آژانس راپورورکړی  دایران داسلامی  جمهوریت داقتصادی  چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړې  اووئیلی ئې دی ،  دجامعې ایټمی موافقې له اجرا وروسته   اسلامی ایران   دڅه دپاسه  دولس میلیارډ ډالرو په ارزښت بهرنیو پانګونو په جذبولو کې بریالی شوی  چې په  هغو پانګوالو هیوادونو کې جرمنی  په    درې میلیارډ   نهه سوه  دوه شپیته میلیون ډالری پانګونې سره  د پانګوالو  هیوادونو په سر  کې دی  او  ورپسې هم  اسپانیا  په درې میلیارډ  او دوه سوه میلیون ډالری پانګونې سره په دوهم لمبر ده .

 ارمنستان ،اسپانیا، جرمنی ،  متحده عربی امارات، بریتانیا،سپینه روسیه، ترکیه ، آذربایجان جمهوریت ، چین ،روسیه ،عراق ،عمان ،فرانسه ، کویت ،ملایشیا ، هندوستان  اوونزویلا   هغه هیوادونه دی  چې په دغې مودې کې ئې  په ایران کې  پانګونې کړی دی .