حسن روحانی د دوهم ځل لپاره د اسلامی ایران ولسمشر وټاکل شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i47932-حسن_روحانی_د_دوهم_ځل_لپاره_د_اسلامی_ایران_ولسمشر_وټاکل_شو
دانتخاباتو د دولسم پړاؤ دنتیجو په اساس اوسني ولسمشر حسن روحاني د دوهم ځل لپاره دڅه دپاسه درویشت میلیون رایو په ګټلو سره دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 20, 2017 09:43 Asia/Kabul
  • حسن روحانی  د دوهم ځل لپاره د اسلامی ایران  ولسمشر وټاکل شو

دانتخاباتو د دولسم پړاؤ دنتیجو په اساس اوسني ولسمشر حسن روحاني د دوهم ځل لپاره دڅه دپاسه درویشت میلیون رایو په ګټلو سره دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر شو .

 دایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي   نن  په همداوروستیو کې  په خبری کنفرانس کې وویل،  له ټولو  یو میلیون   او دوه لکه شل زره او یو سل یودیرش رایو  څخه  حسن روحاني  درویشت میلیون پنځه لکه  نهه څلویښت زره  او شپږ سوه شپاړس  رائي  ګټلي او  د  دوهم ځل لپاره داسلامی ایران ولسمشر شو .

  هغه زیاته کړې ،  دولسمشرۍ په دغو انتخاباتو کې  سید ابراهیم ریسي  سادات  پنځلس میلیون  اوه لکه شپږاتیا زره ۴۴۹رای،  مصطفی اقا میرسلیم څلور لکه اته اویا زره   ۲۱۵رائ او  دغه راز  څلورم کاندید  مصطفی  هاشمی طباء  هم   دوه لکه پنځلس زره  ۴۵۰ رائ ترلاسه کړې .

  دایران  داسلامی جمهوریت دولسمشرۍ   او دښار اوکلو داسلامی شوراګانو  په  پرونیو انتخاباتو کې  درایو داچونې شرائط لرونکي   شپږ پنځوس  میلیو څلورلکه لس زره او ۲۳۴کسان  وو چې  له  هغو  په دغو انتخاباتو کې  څه دپاسه  اویا فی صدي خلکو  ګډون درلود او ویل کيږي چې  په دغو انتخاباتو کې   څه دپاسه  څلویښت  میلون شرائط لرونکو ګډون وکړ .