دحضرت امام خمینی د تلین د دستورو پروګرامونه اعلان شول
زمونږخبریال راپور راکړداسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی دتلین د درنښت د مرکزی کیمټې مشر محمد علی انصاری نن په خبری غونډې کې وویل و د ارواښاد امام دتلین دستورې د غبرګولې په څوارلسمه نیټه مازدیګر دایران د اسلامی انقلاب دارواښاد لارښود په سپیڅلې حرم کې ترسره کیږی .
هغه دغه راز زیاته کړې ، دحضرت امام خمینی دتلین دستورې به د دروژې دمبارکې میاشتې له پروګرامونو سره په یوځای کیدا سره او داسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه ای په وینا سره د جون په څلورمه مازدیګر له شپږو بجو تر شپې اتو بجو پورې ترسره شی .
محمد علی انصاری روښانه کړې ، دسږکال په دستورو کې به خلک، سیاسی ،پوځی اوحکومتی چارواکی او همدرااز په تهران کې داسلامی هیوادونو سفیران ګډون وکړی . د اد حضرت امام خمینی درحلت نهه ویشتمه کلیزه ده چې د سږکال د روژې دمبارکې میاشتې په برکتناکو شیبو سره نوره هم په پرتمین او ولولناک ډول ترسره کیږی .