ایران او الجزایر د سیمه ایزو اختلافاتو په هواري ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i50282-ایران_او_الجزایر_د_سیمه_ایزو_اختلافاتو_په_هواري_ټینګار_وکړ
د ایران او الجزایر خارجه وزیرانو په ګډه خبري غونډه کښې له بهرني دخالت پرته د فارس خلیج د سیمې د هیوادونو ترمینځ شخړې په شمول د سیمه ایزو اختلافاتو په سوله ایز هواري ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 18, 2017 18:50 Asia/Kabul
  • ایران او الجزایر د سیمه ایزو اختلافاتو په هواري ټینګار وکړ

د ایران او الجزایر خارجه وزیرانو په ګډه خبري غونډه کښې له بهرني دخالت پرته د فارس خلیج د سیمې د هیوادونو ترمینځ شخړې په شمول د سیمه ایزو اختلافاتو په سوله ایز هواري ټینګار وکړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف نن په الجزیره کښې د الجزایر له بهرنیو چارو وزیر عبدالقادر مساهل سره له دوه اړخیزو خبرواترو وروسته په ګډه خبري ناسته کښې د مینځني ختیځ بدلونونو ته اشاره وکړه او ویې ویل: ترهګري د سیمې اصلي ستونزه ده او حل لاره یې هم د دې سیمې په هیوادونو کښې د ولسواکۍ رامینځته کیدل دي او پس له دې د دغو هیوادونو وړومبیتوب باید له افراط پالنې سره مقابله وي.

ظریف په دې خبرې سره چې د سیمې د هیوادونو د مشکلاتو حل لاره د سیمې له بهر څخه باید ونه تپله شي، زیاته کړه: بهرنی لاسوهنه د سیمې په هیوادونو کښې د کړکیچ د اوږدیدو سبب شوې او هغه یې لاپيچلی کړی دی.

هغه په سیمه کښې د کړکیچ دوام د ترهګرو ډلو او صهیونیسټي رژيم په ګټه وباله او ټینګار یې وکړ چې ایران د دسیسو په دام کښې نه ګیریږي او د صهیونیسټانو د ناوړه استفادې زمینه به برابر نه شي.

د ایران خارجه وزیر همداشان د فارس خلیج سیمې د ځینو هیوادونو ترمینځ رامینځته شوې کشالې ته په اشارې سره وویل: ایران د قطر او هغه د ګاونډیانو ترمینځ د حالاتو له لاخرابیدو اندیښمن دی او د ترټولو غوره حل لارې په توګه په خبرواترو باوري دی.

د الجزایر خارجه وزیر عبدالقادر مساهل هم د خبرواترو له لارې د مینځني ختیځ سیمې د هیوادونو ترمینځ رامینځته شوې شخړې ته په اشارې سره وویل چې د هیواد د بهرني سیاست وړومبیتوب یې د هیوادونو د حاکمیت احترام او له ترهګرۍ سره مبارزه ده. هغه همداشان وویل: په اسلامي او عربي نړۍ کښې د اختلافاتو د هواري لپاره له خبرواترو پرته بله لاره نشته.

د ایران او الجزایر خارجه وزیرانو له خبري غونډې وروسته د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هکله خبرې اترې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف نن شمالي افریقې ته خپله سیمه ایز سفر الجزایر ته په تګ سره پیل کړ او ټاکل شوې چې بیا به تیونس او موریتانیا ته ځي.