ورځپاڼو ته کتنه ۸-۴-۹۶
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i51002-ورځپاڼو_ته_کتنه_۸_۴_۹۶
ګرانو او قدرمنو دوستانو دا دے نن یو ځل بیا له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو او غواړوو چې د ایران او نړۍ د ورځپاڼوځینې خاص خبرونو ته یوه لنډه کتنه وکړوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 29, 2017 10:00 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۸-۴-۹۶

ګرانو او قدرمنو دوستانو دا دے نن یو ځل بیا له نننیو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې یوو او غواړوو چې د ایران او نړۍ د ورځپاڼوځینې خاص خبرونو ته یوه لنډه کتنه وکړوو.

د تهران چاپ جمهوری اسلامی ورځپاڼې ولیکل: د ایران د ملی امنیت د عالی شورا سیکتر په سوریې کښې د امریکې غیر عاقلانه او بلاغواړی اعمال له اور سره د لوبو څرګند مصداق وباله.

علی شمخانی پرون د سوریې په خلاف د امریکې د وروستیو ګواښونو په غبرګون کښې چې د دمشق لخوا د کیمیاوی وسلو د کارولو د نیت په پلمه مطرح شوی دی تاکید وکړ: د سوریې خلاف د چټی ادعاو یوځل بیا مطرح کول د ترهګرۍ د جبهې په پرله پسې ماتو باندې د برغولی ایښودو لپاره د امریکې د ډرامې دوام او د سوریې د پوځ له ټاکونکو پرمختګونو سره مقابله ده.

------

ورځپاڼې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګۍ لاوروف له قوله ولیکل: ماسکو د سوریې خلاف د واشنګټن اقداماتو ته مناسب ځواب ورکوی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په دې ټکی باندې په ټینګار سره چې د کیمیاوی حملې لپاره د سوریې د پوځ د چمتو کیدو په هکله د سپینې ماڼۍ ادعا غیرعقلی او خطرناکه ده، څرګنده کړه: ماسکو د سوریې خلاف د واشنګټن راپارونکو اقداماتو ته مناسب ځواب ورکوی

-----

جمهوری اسلامی ورځپاڼې ولیکل: د اروپائی شورا او کمېشن  مشرانو د برجام په اجرا کښې د موثرې ملګرتیا په دوام تاکید وکړ.

---------

د تهران چاپ ایران ورځپاڼې ولیکل: دایران د بهرنیو  چارو وزیرمحمد جواد ظریف او پاولو جنټیلونی پرون په روم کښې د اېټالیا د وزیراعظم په ماڼۍ سره کتنه او خبرې اترې وکړې او دواړو خواو د دوو اړخیزو تعلقاتو د پراختیا لارې چارې او همدارنګ سیمه ایز او نړیوال مسائل وڅېړل.

-------

د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې ولیکل: د سوریې ولسمشر بشار اسد په لاذقیه کښې د روسیې له فوځی مشرانو سره بې مخینې کتنه او د سیمې د حالاتو په اړه خبرې اترې وکړې.

------

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې ولیکل: د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاندوویل: په چټی بهانو په سوریې باندې د امریکې احتمالی تېرے به په سیمه کښې د لا زیاتې ناامنۍ او ګډوډۍ او د زوال په حال کښې ترهه ګرو سره له مرستې نه بغېر بله څه نتیجه ونه لری.

بهرام قاسمی پرون د امریکائی چارواکو د وروستیو څرګندونو او دریځونو په ردعمل کښې چې له کیمائی وسلو څخه د سوریې د حکومت د احتمالی استفادې په بهانه په دغه هېواد  باندې د مخنیونکې حملې تر عنوان لاندې مطرح شوې دی له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د دغه احتمالی تیری د عواقبو او اثراتو چې د سیمې امنیتی او انسانی حالات به لا سخت کړی په اړه فکر وکړی.

-----

ورځپاڼې په یو بل خبر کښې ولیکل: صهیونیسټ رژیم یوځل بیا په سوریې تیری وکړ.

په دغه برید کښې د سوریې د پوځ یو توپخانه ای مرکز چې په ریف قنیطره کښې یې له جبهة النصره ترهګرې ډلې سره په مقابله کښې مهم رول درلود،له برید سره مخ شو.

--------

ورځپاڼې ولیکل: د قطر خارجه وزیر« شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثانی» نن چهار شنبه؛ د خپل هیواد په وړاندی د عربستان دریځ د قبول وړ و نه باله، او ویی ویل: دغه دریځ پر نړیوالو اړیکو باندی د واکمنو اصولو په خلاف دئ.

د عربستان خارجه وزیر«عادل الجبیر» د سه شنبه په ورځ ټینګار وکړ: د هغو غوښتنو د لیسټ په باره کی؛ چی عربستان او متحدین یی له قطر سره د اړیکو د عادی کولو لپاره لری، د دوحه له مقامونو سره به هیڅ خبری اترې ونه کړی.

-------

اطلاعات ورځپاڼې ولیکل:

د امریکایی ائتلاف جنګی الوتکو پرون د دیرالزور ولایت په ختیځ کښې الدبلان کلی څو ځلې بمباری کړ چې له امله یې لږترلږه ۴۰ ملکی کسان ووژل شول. خبر زیاتوی چې زیاتره وژل شوی کسان ښځې او ماشومان دی.

----------

د پاکستان جنګ ورځپاڼې ولیکل: د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د پاړه چنار  په ترهه ګره حمله کښې د شهیدانو کورنیو ته لس لس لکه او زخمیانو ته پینځه زره روپۍ امداد اعلان کړ.

---------

ورځپاڼې ولیکل: د دغه هیواد د شیعه علماو یو پلاوی په راولپنډۍ کښې د پوځ له قومندان جنرال قمر جاوید باجوا سره وکتل. په دغه کتنه کښې جنرال باجوا وویل: د پاړه چنار د پیښې ذمه وار کسان به محاکمه کړی شی، دا یو ستر تاوان دی، له فرقې او مسلکه ورتیر، ټول شهیدان او زخمیان مونږ ته برابر دی، مونږ ټول پاکستانیان او مسلمانان یو.

-------

جنګ ورځپاڼې ولیکل: په پاړه چنار کښې د زرګونو خلقو احتجاجی پرلت غزونه هم هغه شان دوام لری او ګډون کوونکو د خپلو ټول غوښتنو تر منلو پورې دغه احتجاج ته د دوام ورکولو اعلان کړے دے.

-------

ورځپاڼې ولیکل: په پاکستان کښې د پاناما کېس ګډې تحقیقاتی کمېټۍ جے آئی ټی د نېب پخوانے مشر جنرل امجد نن او مېرمن مریم نواز د جولائۍ پینځه نېټې ته بیا احضار کړی او د وزیراعظم نواز شریف زامنو حسن نواز او حسېن نواز پسې بیا هم سمنونه جاری شوی دی.

---------

د پېښور چاپ اېکسپرېس ورځپاڼې ولیکل: د احمد پور شرقیه سیمې د اور لګېدو له کبله د مړو شمېر یو سل څلور شپېتۀ ته ورسېد. چې پکښې  د یو سل پینځویشتو کسانو په ډله ایزه توګه د جنازې مراسم وشول. او کورنیو ته یې امدادی چېکونه ورکړې شول.

-------

ورځپاڼې ولیکل: د پاکستان عوامی نشتل ګوند مشر اسفندریار ولی خان د چین له حکومته غوښتنه وکړه چې د پاکستان او افغانستان ترمېنځ دې د تاو تریخوالی او اختلافاتو د ختمولو لپاره کردار ادا کړی.

--------