د ایران او کابل د چنګاښ د ۱۱ نیټې مطبوعات
-
د ایران او کابل د چنګاښ د ۱۱ نیټې مطبوعات
ډاکټر ولایتی وایی ایران د اسلامي هیوادونو ترمینځ د وحدت بیرغچي دی
لومړۍ هم جمهوری اسلامی ورځپاڼه
دغې ورځپآڼۍ په خپل لومړی مخ د ایران د خارجه وزیر ښاغلی جواد ظریف یو ستر عکس چاپ کړی او د هغه له قوله یې لیکلی دی چی په سوریه کې د کیمیاوی وسلو د کارولو مدعیان د صدام په جرم کې شریک وو . ورځپاڼه لیکی د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ۱۳۶۶ کال کښې په سردشت کښې د عراق د بعث رژيم د کیمیاوي جنایت د قربانیانو د یاد په نمانځلو سره په یو پیغام کښې ټینګار وکړ: په سوریه کښې د کیمیاوي وسلو د استعمال مدعیان د صدام په جرم کښې شریک وو.
محمد جواد ظریف په دغه پیغام کښې چې د صدام د رژیم لخوا د سردشت د بې دفاع او مظلومو خلکو خلاف د کیمیاوي وسلو د استعمال د دیرشمې کلیزې په مناسبت خپور شو، د دغه بشري ضده جنایت د قربانیانو د یاد په ژوندي ساتلو سره د دغو عزیزانو په پاکو ارواحو درود او سلام ولیږه.
ښاغلي ظریف څرګنده کړه: څوک چې نن سبا په یوه شکمنه او خطرناکه سناریو کښې په سوریه کښې د کیمیاوي وسلو د کارول کیدو مدعي دي، همهغه دي چې د دې مظلوم خو سرلوړي ولس خلاف د تپلي جنګ په دوران کښې یې نه یوازې د ایراني جنګیالیو او ملکي وګړو خلاف د ممنوعه کیمیاوي او ډل وژونکو وسلو په کارولو سترګې پټولې بلکې خپله یې د صدام له جنایتکار رژيم څخه په هراړخیز ملاتړ او تسلیح کولو کښې یې ونډه لرله او د صدام په جرم او جنایتونو کښې شریک وو.
د عراق لومړی وزیر العبادی ایت ا... سیستانی ته په پیغام کې ویلی دی د جهاد کفایی فتوا عراق وژغورل .
روسیې د سوریې پرضد د امریکایی چارواکو ګواښونه بې شرمانه وبلل .
ډاکټر ولایتی وایی ایران د اسلامي هیوادونو ترمینځ د وحدت بیرغچي دی . په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار وویل: ټول مسلمانان مني چې د ایران اسلامي جمهوریت د اسلامي هیوادونو ترمینځ د وحدت بیرغچي دی.
علي اکبر ولایتي پرون مازیګر په مشهد مقدس کښې د اسلامي فلمونو د اومې میلې د پرانیستې ترڅنګ په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت د ټولنو او مذهبونو ترمینځ د سولې، دوستۍ، ورورولۍ، برابرۍ او یووالي استازی دی، څرګنده کړه: ایران د اسلامي ټولنو ترمینځ د وحدت د پراختیا او د داعش په شان تکفیري او ترهګرو ډلو او جبهو سره د مقابلې په لاره کښې کامیاب سمبول دی.
د اسلامي راډیوګانو او ټیلیویژنونو د اتحادیې د عالي شورا مشر همداشان د ایران د اسلامي جمهوریت رسنۍ په ټولو ټولنو کښې موثرې او اغیزشیندونکې رسنۍ وبللې.
هغه ټینګار وکړ چې د اسلامي ایران رسنۍ د اسلامي جبهې په ثبات او لوړتیا او د کفر په جبهې د برلاسي کیدو په لاره کښې مهم رول لوبوي.
علي اکبر ولایتي همداشان د اسلامي فلمونو د اومې میلې د پرانیستې په مراسمو کښې په خپله وینا کښې په دې خبرې سره چې مسلمانان د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له مینځ تشو ګواښونو نه ویریږي، څرګنده کړه: لکه څنګه چې د عراق خلکو امریکایان وشړل، د سوریې خلک به یې هم له خپل هیواده وباسي.
اطلاعات ورځپاڼه
نوموړی ورځپاڼه د ایران د دفاع وزیر له قوله لیکلی دی چی ګواښونو ته به د ایران ځواب ډیر سخت وی .
د اسلامی انقلاب ساتندویه ځواکونه د ایران د خلکو لپاره له ځانونو تیریږی . د ایران د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواکونو قومندان،دغه ځواکونه د ایرانی ملت زړه سواندی او غمخوار وبلل او روښانه یې کړه:د اسلامی انقلاب ساتندویه ځواکونه د ایران د ملت لپاره قربانی ورکولو ته چمتو دی.
جنرال پاسدار محمد علی جعفری پرون په تهران کښې پر دې په ټینګار سره چې سپاه پاسداران انقلاب اسلامی د امنیت په ټینګولو کښې د ایران د خلکو د اقتصادی او اجتماعی مشکلاتو هوارول د تجهیزاتو او وسلو هومره بلکې ترې لازیات اغیزمن بولی،جوته کړه:د اسلامی انقلاب ساتندویه ځواکونه به په دې لړ کښې خپل ټول توان وکاروی.
هغه سپاه او خلک په یوه بل پورې اړونده وبلل او زیاته یې کړه:د ایران د خلکو او سپاه پاسداران تر مینځ هیڅ پوله نشته.
په حلب کښې د سوریې چارواکو د سوریې د پوځ په صفونو کښې د دغه ښار د زیات شمیر خلکو د شاملیدو خبر ورکړی
د آل خلیفه رژیم د ځپونکو سیاستونو په دوام کښې په جو نومي زندان کښې بحریني بندیانو د دغه هیواد له خلکو وغوښتل چې دوي د آل خلیفه واکمنانو له ظلم او ستم څخه وژغوري.
هندي ځواکونو په کشمیر کښې درې کسان ووژل
همشهری ورځپاڼه
دغې ورځپاڼۍ د نورو مطلبونو تر څنګ په خپل لومړی مخ په پاریس کې د منافقینو غونډې ته هم انعکاس ورکړی دی او دغې غونډې په اړه یې د ایران د خارجه وزیر ښاغلی ظریف دغه خبره راخیستی ده چی ویلی یې دی په فرانسې کښې د دغې ډلګۍ فعالیت او شتونپه دوه اړخیزه اړیکو کښې شکمنه خبره ده .
مصر او صیهونیسټ رژیم د غزې د خالی کولو لپاره ګډ پروګرام لری .
په عراق کې د داعش د ترهه ګرې ډلې ختمیدا د اسلامی نړۍ لومړې خبر ګرځیدلې دې .
ایت ا... مکارم شیرازی ویلی دی په ننۍ نړۍ کې د حاکمیت یوازنۍ لاره ډیموکراسی ده .
د میانمار حکومت د مسلمانانو د وژلې په اړه د ملګرو ملتو له کمیټې سره مرسته نه کوي
ایران خپلو دښمنانو ته کلک ځواب ورکوي . د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د مشر قومندان ځاې ناستي وویل: د ایران وسله وال ځواکونه به د ضرورت په وخت دښمنانو ته د هر ګواښ پریکنده ځواب ورکړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د مشر قومندان ځاې ناستي وویل: په سوریه کښې د داعش ترهګرې ډلې په سنګرونو د ایران د اسلامي جمهوریت د پاسدارانو لښکر وروستۍ توغندوی حمله ترهګرو او هغو کسانو ته یو مذبوت ځواب وو چې د ایران د اسلامي جمهوریت د ګواښلو او ورباندې د تیري خوبونه ویني.
امیر بریدجنرال احمد رضا پوردستان بیګا په یوه مرکه کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران وروستی اقدام د ایران د پوځي اقتدار یوازې یوه وړه برخه ده، څرګنده کړه: د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک توغندوي عملیات د مرتجع هیوادونو د مشرانو دروغو څرګندونو ته یو کلک ځواب هم ګڼل کیږي.
هغه څرګنده کړه چې د ایران وسله وال ځواکونه به د ضرورت په وخت دښمنانو ته د هر ګواښ پریکنده ځواب ورکړي.
امیرپوردستان همداشان د ایران خلاف له هرډول احتمالي ګواښ سره مقابلې ته د اسلامي ایران د پوځ چمتووالي ته په اشارې سره وویل: پوځ د ایران د نورو وسله والو ځواکونو ترڅنګ د هیواد په ډیرو برخو په تیره بیا په لویدیځو سرحدونو کښې د ایران خلاف د دښمن هرډول خلاف ورزۍ او تحرک ته د سخت ځواب ورکولو توان او قدرت لري.
شهروند ورځپاڼه
نوموړی ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ لیکلی دی په فارس خلیج کې ټرمپ لالهانده شوې ځکه چی د ایران پرضد د ایتلاف د جوړولو لپاره د امریکا درستې هڅې ناکامې شوی دی .
د قطر د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې هیواد یې د اړیکو د سمولو لپاره د عربستان او د هغه د انډیوالانو شرطونه نه مني . محمد بن عبدالرحمان آل ثاني بیګا په ایټالیا کښې په دې خبرې سره چې له قطر څخه د عربستان او د هغه د انډیوالو هیوادونو غوښتنې د دغه هیواد د ملي حاکمیت نقضونکې دي، وویل: دوحه به د عربستان، مصر، اماراتو او بحرین دریالس ګوني شرطونه ونه مني.
هغه زیاته کړه چې دوحه یوازې په مناسبو شرایطو کښې له عربستان او د هغه له انډیوالانو سره خبرواترو ته چمتو ده.
شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثانی دا څرګندونې په داسې حال کښې کړې دي چې د دوحې لخوا د عربستان او د هغه د ملګرو هیوادونو د دیارلسو شرطونو د منلو لپاره ټاکلی وخت په ختمیدو دی.
د ترکیې ولسمشر د دغه هیواد د خلق جمهوري ګوند مشر ترهګر وباله
د پاکستان وزیراعظم د اسلام آباد او واشنګټن په اړیکو کښې د بیاکتنې او غور په هکله د خپل حکومت د طرحې خبر ورکړ.
او اوس هم د کابل چاپ ځینې ورځپاڼۍ چی مونږه یې له اینټرنیټ اخلو او د دغو ورځپاڼو د محتوا او نورو مسلو په اړه هیڅ ډول مسولیت نه منو .
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو په کابل کې د وروستي ټانکر بم چاودنې په اړه نوي معلومات او د نوي جوړ شوي ائتلاف په اړه یو شمېر لیکنې چاپ کړي دي.
مسیر:
مسیر خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت تائيد کړې چې په کابل کې یې د سفارت مخې ته د خونړي برید په اړه له وړاندې معلومات درلودل.
په سرمقاله کې راغلي، په دې اړه د جرمني استخباراتو په یو راپور کې ویلي چې د جنورۍ میاشتې په ۱۸مه یعنې تر چاودنې پنځه میاشتې مخکې د جرمني پوځي استخباراتي ادارې (ایم اې ډي) د برید د پلان په اړه معلومات ترلاسه کړي ول.
د سرمقاله لیکونکي په قول، په راپور کې دا هم ویل شوي چې برید به د فاضله موادو د یو ټانکر په واسطه تر سره کېږي او د چاودیدونکو موادو مقدار هم په کې زر نه بلکې لس زره کیلو ګرامه ښودل شوی دی.
ملي ارمان:
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د همدې موضوع په تړاو لیکلي، له دې ښکاري چې کشفي ارګانونه په زنبق څلور لاري کې له چاودنې دمخه خبر ول نو د سرمقاله لیکونکي په خبره اوس پوښتنه پیدا کېږي چې ولې افغان امنیتي بنسټونو د کره معلوماتو د درلودولو سره – سره ونه شول کړای چې د پېښې مخنیوی وکړي؟
د سرمقاله لیکونکي په باور، له دې ښکاري چې امنیتي او کشفي ارګانونه په بېلابېلو برخو کې جدي اصلاحاتو او یوې پراخې کوټه څنډنې ته اړتیا لري.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د نوي جوړ شوي ائتلاف په اړه لیکلي دي.
هېواد په خپله سرمقاله کې په دې اړه لیکلي چې د نظام پرضد ائتلافونه تل ناکامه او ناوړه عواقب لري.
د سرمقاله لیکونکي په باور په افغانستان کې د دا ډول ائتلافونو جوړل څه نوې خبره نهده، بلکې افغان ولس ترې ناوړه خاطرې لري چې پایلې یې د ملي ګټو پرضد دي او د ملي یووالي د کمزوري کېدو لامل ګرځي.
سرمقاله لیکونکي لیکلي، عجیبه دا ده چې دا کسان هم د نظام لوړ پوړي چارواکي دي او هم یې د خپل نظام پرضد ټلواله جوړه کړې ده.
اصلاح:
اصلاح ورځپاڼې بیا د نوي جوړ شوي ائتلاف په تړاو د خلکو د اندېښنو په اړه لیکلي دي.
د اصلاح په سرمقاله کې په دې اړه راغلي چې خلک د وضعیت د لا ترینګلي کېدلو په اړه په اندېښنه کې دي او د سرمقاله لیکونکي په باور کیدای شي چې دا مسئله د افغانستان نړیوال ملاتړي هم اندېښمن کړي.