د حضرت امام جعفرصادق (ع)د شهادت د کلیزې تسلیت ومنئ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i52384-د_حضرت_امام_جعفرصادق_(ع)د_شهادت_د_کلیزې_تسلیت_ومنئ
حضرت امام جعفر صادق علیه سلام په خپل برکتناک ژوند کې د درس د ټولګیو په جوړلو او د شیعیانو او اهل سنتو په شمول د اسلام د درستو پیروانو لپاره د ځواب ویلو د مرجع په ګرځیدا سره وتوانیده د تشیع مکتب په استدلال او منطق سره د اسلام په درستو پیروانو اثبات کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 20, 2017 10:07 Asia/Kabul
  • د حضرت امام جعفرصادق (ع)د شهادت د کلیزې تسلیت ومنئ

حضرت امام جعفر صادق علیه سلام په خپل برکتناک ژوند کې د درس د ټولګیو په جوړلو او د شیعیانو او اهل سنتو په شمول د اسلام د درستو پیروانو لپاره د ځواب ویلو د مرجع په ګرځیدا سره وتوانیده د تشیع مکتب په استدلال او منطق سره د اسلام په درستو پیروانو اثبات کړ .

نن ّ په درست ایران کي د شیعیانو د شپږم امام حضرت امام جعفر صادق علیه سلام د شهادت په مناسبت د ویر او ماتم دستورې ترسره کیږی .

نن د۲۰۱۷ میلادی کال د جولای ۲۰ نیټه ده چی د ۱۴۳۸ لمریز کال د شوال له ۲۵ نیټې سره برابره ده  د ولایت او امامت د شپږم ځلانده ستوری او د تشیع مکتب مشر حضرت امام جعفر صادق علیه سلام د شهادت ورځ ده چی په دغه ورځ د ایران مسلمان ولس په مشهد کې د حضرت امام رضا ع او په قم کې د حضرت بی بی معصومه س د سپیڅلیو حرمونو په شمول په جوماتونو او مذهبی ځایونو کې د ویر او ماتم دستورې ترسره کوی .

حضرت امام جعفر صادق علیه سلام په خپل برکتناک ژوند کې د درس د ټولګیو په جوړلو او د شیعیانو او اهل سنتو په شمول د اسلام د درستو پیروانو لپاره د ځواب ویلو د مرجع په ګرځیدا سره وتوانیده د تشیع مکتب په استدلال او منطق  سره د اسلام په درستو پیروانو اثبات کړ .

د دغه اقدام تر دې حده وو چی د شافعی ، مالک او ابوحنیفه په شان د اهل سنتولویانو هم له حضرت امام جعفر صادق ع علم ترلاسه کړ .