د ایران په خلاف د امریکې بهانه لټونې دوام لری
د امریکې ولسمشر د برجام په خلاف د خپلو اقداماتو په دوام کښې د ایران د لا زیاتو بائیکاټونو خبر ورکړ.
د روئیټر خبری اژانس د رپوټ له مخې سپینې ماڼۍ په یوې بیانیه کښې وویل:د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ایران ته خبردارے ورکړ چې په داسې صورت کښې چې هغه امریکائی جاسوسان چې په ایران کښې په قېد کښې پراتۀ دی ازاد نه شی او امریکې ته ستانه نه کړې شی تهران به له جدی نتائجو سره مخامخ شی.
ټرمپ له ایرانه وغوښتل چې د امریکې د اېف بی آئی پخوانے افسر رابرټ لوېنسون چې د امریکائی چارواکو په ادعا لس کاله مخکې په ایران کښې بې درکه شوے دے ستون کړے شی.
ډونلډ ټرمپ همدارنګ له تهرانه وغوښتل چې سیامک نمازی او د هغه پلار باقر نمازی دې ازاد کړی.
دغه رپوټ په داسې حالاتو کښې خپریږی چې ایران د نیول شویو کسانو د جاسوسۍ اسناد په اختیار کښې لری.
د ایران اسلامی جمهوریت همدارنګ په ځلونو ویلی دی چې د لوېنسون له برخلیک څخه چې په غېر قانونی توګه د فارس خلیج کېش جزیرې ته داخل شوے ؤ څه اطلاع نه لری.