د مقاومت جبهې د امریکا معادلات ګډ وډ کړی دی
د عربستان او د هغه د سیمه ایزو متحدانو سیاست د مقاومت د چورلیز د کمزورتیا او د صیهونیست رژیم د هدفونو د پرمخ بوتلو لپاره د اسلامی هیوادونو ترمینځ د درز رامینځته کول دی .
د ایرنا له راپور سره سم د اسلامی ایران د اسلامی شورا د بهرنی سیاست او ملی امنیت کمیشن مشر علا الدین بروجردی وویل د مقاومت چورلیز د قدس د نیواکګر رژیم په وړاندې په نه ماتیدونکی جبهې بدله شوی او د امریکا او د هغې د سیمه ایزو متحدانو معادلات یې ګډ وډ کړی دی .
ښاغلی بروجردی پرون په تهران کې د لبنان په پارلیمان کې مقاومت ته د وفادارۍ فراکسیون له مشر محمد رعد سره په کتنه کې زیاته کړه اسلامی ایران په نړیوالو او سیمه ایزو اړیکو کې د اسلامی امت په ځای او د غلیمانو په وړاندې د مسلمانو ملتونو د وحدت په ساتلو ډیر ټینګار لری .
محمد رعد هم په دغه کتنه کې د مقاومت له چورلیز ، د لبتنان له ملت او دولت د اسلامی ایران له ملاتړ په قدرونې سره وویل ایران تل د نړۍ د مظلومو ملتونو حقیقی ملاتړې دې . ښاغلی رعد د مقاومت د کرښې په کمزوری کولو کې د سیمې د هیوادونو په ځینو اقداماتو په نیوکې سره وویل د عربستان او د هغه د سیمه ایزو متحدانو سیاست د مقاومت د چورلیز د کمزورتیا او د صیهونیست رژیم د هدفونو د پرمخ بوتلو لپاره د اسلامی هیوادونو ترمینځ د درز رامینځته کول دی .