د ایران اسلامی جمهوریت به هیڅکله د امریکا پیروی ونکړی
نړیوال ډیر ښه پوهیږی چی په سیمه کې د ترهه ګرۍ ملاتړی کوم هیوادونه دی او سعودی عربستان چی د درستو ترهه ګرو ډلو د ملاتړو په سر کې دې ، امریکا له دغه هیواد سره د میلیارډونو ډالرو تسلیحاتی تړونونه لاسلیکوی
د تهران دپښتو راډیو له راپور سره سم د امریکا سنا د تیرې اونۍ د زیارت په ورځ د ایران ، روسیې او شمالی کوریا پرضد د نویو بایکاټونو طرحه تصویب کړه . دغه طرحه د دوو مخالفو رایو په وړاندې په ۹۸ موافقو رایو سره تصویب شوه . دیموکرات سناتور برنی سنډ او جمهوری غواړی سناتور ران پال دغې لایحې ته منفی رایه ورکړه .دا په کانګرس کې د ټرمپ د بهرنی سیاست په رد کې د جمهوری غواړو لومړنې مهم ګام دې چی روسیې په وړاندې یې نرم دریځونه غوره کړی دی او ګروهنه نلری چی له روسیې سره لانجه زیاته شی . دا لایحه په داسې حال کې تصویب شوی ده چی د سپنې ماڼۍ د ارتباطاتو مدیر انتونی اسکارا موچی په وینا د امریکا ولسمشر ټرمپ ممکنه ده دا لایحه هماغه ډول چی ده ، لاسلیک یا وټو کړی ، خو سناتورانو خبردارې ورکړی دی چی د دغې لایحې وټو کول به چی د تیرې اونۍ په نهې ورځ په پارلیمان کې هم د دریو مخالفو رایو په وړاندې په ۴۱۹ موافقو رایو سره تصویب شوی ده ، یو غلط اقدام وی ، دا چی ټرمپ به دا لایحه تصویب کړی یا نه ؟او د ایران پرضد د دغو نویو بایکاټونو د اعمالولو هدف څه دې ؟ د تهران پښتو راډیو د ټیلی فون په لیکه په دې باره کې د نړیوالو چارو د لوړ رتبه کارپیژاندی ښاغلی حسن بهشتی پور نظر وپوښته چی هغه په ځواب کې وویل حقیقت دا دې چی په امریکا کې یوه پیاوړی صیهونیستی لابی چی د ایران او ۵+۱ ډلې ترمینځ د ایټمی موافقې یعنی برجام سخته مخالفه وه ، د ټرمپ په راتلو سره فعاله شوی ده څو په هر شکل چی وی په برجام ګوزار وکړی او د دې لپاره چی د بایکاَټونو د نویو طرحو په تصویبولو کې د ډیموکراټانو راې جلب کړې شی ، شمالی کوریا او روسیه یې هم په دغه لایحې کې راوستی دی .د ښاغلی بهشتی پور په وینا که څه هم دا بایکاټونه به د تیرو بایکاټونو په شان په ایران دومره اغیز ونه شیندی خو په امریکا کې صیهونیستی لابی په دغه ډول حربو او چلولونو سره په لټه کې ده څو ایران د برجام خلاف ورزۍ ته مجبوره کړی . لکه څرنګه چی جمهوری غواړې سناتور باب کروکر چی د دغې لایحې یو اصلی برابرونکې دې ، په ډاګه ویلی دی چی د دغه ډول اقداماتو هدف دا دې چی ایران د برجام خلاف ورزۍ کولو ته اړ کړی تر څو په نړیواله سویه ایران د برجام په خلاف ورزۍ تورن شی ، په داسې حال کې چی په ایران کې د برجام بحث په ډیر ښه شکل مدیریت کیږی او د ایټمی انرژۍ نړیوال اژانس چی د ایران درست ایټمی فعالیتونه تر څارنې لاندې لری ، تراوسه یې له ایرانه د برجام د خلاف ورزۍ په اړه هیڅ شکایت ندې درلودلې او د ایران لخوا د برجام درستې نړیوالې ژمنې اجرایی شوی دی .
د نړیوالو چارو دغه لوړ رتبه کارپیژاندی همداراز زیاته کړه چی امریکا په تیره بیا صیهونیستی لابی چی د برجام په زمینه کې یې له لویدیځ سره د ایران د موافقې مخنیوې ونکړې شو اوس د ټرمپ په راتلو سره په لټه کې ده له ترهه ګرۍ د ایران د ملاتړ ، دفاعی توان یا بشری حقوقو د مسلو په ارتباط په ډول ډول چلونو اوحربو سره ، ایران غبر ګون ته مجبوره کړی ، په داسې حال کې چی نړیوال ډیر ښه پوهیږی چی په سیمه کې د ترهه ګرۍ ملاتړی کوم هیوادونه دی او سعودی عربستان چی د درستو ترهه ګرو دلو د ملاتړو په سر کې دې ، امریکا له دغه هیواد سره د میلیارډونو ډالرو تسلیحاتی تړونونه لاسلیکوی . د ښاغلی بهشتی پور په وینا په نړیوال نظام کې نن د زور خبره چلیږی او د امریکا هدف دا دې چی ایران له خپلو استعماری سیاستونو پیروۍ ته مجبوره کړی چی دا چاره تره هغه وخته چی د ایران اسلامی جمهوریت دې ، محاله ده . ښاغلی بهشتی پور همداراز جوته کړه چی اروپایی هیوادونه ، چین ، جاپان ، جنوبی کوریا ، هند او داسې نور هیوادونه به د دغو بایکاټونو پیروی ونکړی ، په همدې خاطر به په ایران دومره اغیز ونکړی ، ځکه چی له امریکا سره دومره تجارت نلری .
بهشتی پور د امریکا دغه ډول بایکاټونو ته د ایران د ځواب په اړه هم وویل ایران هم کولې شی د امریکا له دغه اقدامه د هیګ په محاکمه کې شکایت وکړی او هم امریکا د الجزایر بیانیې په خلاف ورزۍ تورن کړی چی دا بیانیه امریکا د ایران په داخلی چارو کې له لاس وهنې منع کوی .
عاشق حسین طوری