ښاغلی روحانی وویل ایرانې ملت له بهرنیو ګواښونو او دسیسو ویره نلری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i54984-ښاغلی_روحانی_وویل_ایرانې_ملت_له_بهرنیو_ګواښونو_او_دسیسو_ویره_نلری
حضرت امام خمینی رح ایران پرضد په اته کلن تپلی جنګ کې چی درستو قدرتونو له تیری ګر ملاتړ کاوه ، ایرانی ملت ته ورزده کړل چی څرنګه یو ملت په پیاوړی ارادې سره ډول ډول دسیسو په وړاندې مقاومت کولې شی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 27, 2017 07:00 Asia/Kabul
  •  ښاغلی روحانی وویل ایرانې ملت له بهرنیو ګواښونو او دسیسو ویره نلری

حضرت امام خمینی رح ایران پرضد په اته کلن تپلی جنګ کې چی درستو قدرتونو له تیری ګر ملاتړ کاوه ، ایرانی ملت ته ورزده کړل چی څرنګه یو ملت په پیاوړی ارادې سره ډول ډول دسیسو په وړاندې مقاومت کولې شی

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر وویل د ایران ملت له بهرنیوګواښونو او دسیسو ویره نلری ځکه چی  له پردیو نه ویریدل یې له امام خمینی رح زده کړی دی .

ښاغلی حسن روحانی نن د اسلامی ایران د بنسټ ګر حضرت امام خمینی رح له ایډیالونو سره  د کابینې د میثاق د تازه کولو په دستورو کې د خبریالانو په ټول کې زیاته کړه حضرت امام خمینی رح ایران پرضد په اته کلن تپلی جنګ کې چی درستو قدرتونو له تیری ګر ملاتړ کاوه ، ایرانی ملت ته ورزده کړل چی څرنګه یو ملت په پیاوړی ارادې سره ډول ډول دسیسو په وړاندې مقاومت کولې شی .

ښاغلی روحانی ، اساسی قانون ، د خلکو راې او انتخابات ، خپلواکه پارلیمان ، پیاوړې دولت او د قضاییه قوې خپلواکی د حضرت امام خمینی رح یادګار ان وبلل او ویې ویل چی امام خمینی رح اسلامیت او جمهوریت دواړه یو ځای د ایرانی ولس لپاره راوړل او ویې ښودله چی د ملی حاکمیت او ولسواکي په سیوره کې د ین او  الهی احکامو اجرا په  خپل برخلیک کې د خلکو د تسلط سبب شی .

د ایران ولسمشر د دولسم حکومت له کابیینې سره یو ځای د حضرت امام خمینی رح په سپیڅلی  حرم کې په شتون او د ګلدستې په وړاندې کولو او فاتحې په لوستلو سره د حضرت امام خمینی رح له ایډیالونو سره بیا بیعت وکړ .