نړیواله ټولنه د روهینګیایی مسلمانانو نسل وژنه ودروی
د میانمار په راخین صوبه کې په روهینګیایی مسلمانانو د پوځ په حملو کې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان په بوږنونکی ډول وژل شوی دی .
د ایران خارجه وزیر ښاغلی جواد ظریف نن ټینګار وکړ د دې هیڅ توجیهه نشته چی نړیواله ټولنه اجازه ورکړی د ټولو په مخ کې د روهینګیایی مسلمانانو نسل وژنه دوام ولری .
د اسلامی ایران خارجه وزیر جوته کړه باید له دې مخکې چی ډیرناوخته شی ، نړیواله ټولنه په میانمار کې له روهینګیایی مسلمانانو په ملاتړ کې اقدام وکړی .
د میانمار په راخین صوبه کې په روهینګیایی مسلمانانو د پوځ په حملو کې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان په بوږنونکی ډول وژل شوی دی .
د ملګرو ملتو چارواکو ویلی دی په میانمار کې د مسلمانانو پرضد په تاوتریخجنو اقداماتو زیاتیدا پسې کابو یو یک څلور شپیته زره مسلمانان بنګلادیش ته کډوال شوی دی . په میانمار کې مسلمانان د ښاریزتوب له هیڅ حقه برخمن ندی .