د اسلامی ایران ولسمشر قزاقستان ته لاړ
د اسلامی ملګرتیا تنظیم له ملګرو ملتو وروسته د دولتونو دوهم نړیوال سازمان دې چی د نړۍ له څلورو براعظمونو پکې اوه پنځوس اسلامی هیوادونه غړیتوب لر ی .
د ایرنا له راپور سره سم د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلې حسن روحانی د قزاقستان د ولسمشر په رسمی بلنه او د علم او ټیکنالوجۍ په حوزه کې د اسلامی ملګرتیا سازمان په سرمشریزه کې د وینا لپاره نن استانه ته لاړ .
د اسلامی ایران د ولسمشر د دفتر د اطلاع رسونې او ارتباطاتو مرستیال ښاغلی پرویز اسماعیلی وویل ښاغلې روحانی به په دغه دوه ورځنی سفر کې د علم او ټیکنالوجۍ په حوزه کې د اسلامی ملګرتیا سازمان په سرمشیزه کې په وینا سربیره د اسلامی هیوادونو له مشرانو سره هم کتنې ولری .
اسماعیلی زیاته کړه د علم او ټیکنالوجۍ ترمینځ د نویو اړیکو جاج او په دې ډګر کې د اسلامی هیوادونو د ځای او همداراز د ملګرتیاو د پراختیاد لارو چارو لټول د دغې دوه ورځنۍ غونډط اصلی چورلیزونه دی .
د اسلامی ملګرتیا تنظیم له ملګرو ملتو وروسته د دولتونو دوهم نړیوال سازمان دې چی د نړۍ له څلورو براعظمونو پکې اوه پنځوس اسلامی هیوادونه غړیتوب لر ی .