دامریکا هدف په اسلامی ایران حمله کول وو
-
واشنګټن تراوسه په سیمه کښې له ماتي پرته بل څه لاس ته نه دي راوړي .
دایران د اسلامی جمهوریت دپوځ دقوماندان ځاې ناستی احمد رضا پوردستان له العالم ټیلی ویژن سره په مرکه کښې په دې خبرې ټینګار سره
چې مینځنی ختیځ ته دامریکا د راتلو اصلی هدف په ایران اسلامی جمهوریت حمله وه جوته کړه واشنګټن تراوسه په سیمه کښې له ماتی پرته بل څه لاس ته نه دی راوړی .
هغه دایران دفاعی نظامونه دامریکا له تصور څخه بهر وبلل او ویې ویل امریکا مینځنی ختیځ سیمې ته له راتلو وروسته دغه موضوع ته متوجه شوی ده .
دایران داسلامی جمهوریت دپوځ دقوماندان ځاې ناستی احمد رضا پوردستان وویل دایران وسله والو ځواکونو مینځنی ختیځ ته دامریکا په راتلو سره دهغوې د قوت او دکمزورتیا ټکی پیژندلی او له امریکا سره د مقابلې لپاره یې خپل عملیاتي ډاکټرین (Doctrine)بیان کړی دی .
هغه دغه راز د ایران اسلامی جمهوریت پرضد دامریکا د ولسمشر ټرمپ ګواښونو ته په اشارې سره وویل ایران به دخپلې ځمکنې بشپړتیا ددفاع لپاره په هرې جغرافیې کښې چې ضرورت وی دښمن ته ګوزار ورکړی .
دایران د پوځ دقوماندان ځاې ناستی احمد رضا پوردستان د اټومی موافقې په وړاندې دامریکا دژمنو دماتولو په اړه وویل دایران اسلامی جمهوریت داټومی موافقې په حوزې کښې دامریکا له هرډول غلیمانه اقدام سره مقابلې ته چمتو دی .
هغه دایران داسلامی جمهوریت پوځی ډاکټرین دفاعی او ددفاع پراساس وباله او جوته یې کړه ایران په هیڅ هیواد دتیری اراده نه ده لرلی او نه به یې ولری .
امیر پوردستان وویل دایران وسله وال ځواکونه د توغندیو او د ریډارونو په شمول په ډیرو برخو کښې ځان بسنې ته رسیدلی دی او زیاته یې کړه دایران توغندی ډیر واټن وهی او د زیات تاوان د رسولو قدرت لری .
هغه له ترهګرو سره په جنګ کښې له عراق او سوریې سره د ایران داسلامی جمهوریت د پوځی سلاکارانو مرستې ته په اشارې سره وویل دمقاومت له چورلیز سره به دایران ملاتړ هیڅ کله غوڅ نشی .