قاسمی: ټرمپ امریکه له نړیوالې ټولنې د وتلو په لاره کښې ګرځولې ده
(last modified Sat, 14 Oct 2017 06:49:50 GMT )
Oct 14, 2017 11:19 Asia/Kabul
  • قاسمی: ټرمپ امریکه له نړیوالې ټولنې د وتلو په لاره کښې ګرځولې ده

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند څرګنده کړه: هغه سیاستونه چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغه پوسټ په غاړه اخېستو له ابتدا څخه په نړیوال ډګر کښې غوره کړی دی دغه هېواد یې له نړیوالې ټولنې څخه د وتلو په لاره کښې راوستلے دے.

بهرام قاسمی نن د ایران له خبر چېنل سره په مرکه کښې د ایران او برجام په خلاف د امریکې د ولسمشر خندوونکو څرګندونو او ادعاګانو ته په اشارې سره وویل: که ټرمپ دغه سیاستونه ختم نه کړی او وغواړی دغې رویې ته دوام ورکړی پکار دی په راتلونکو وختونو کښې د داسې چلندونواو فېصلو د عواقبو په انتظار کښې اوسی.

د امریکې و لسمشر ډونلډ ټرمپ پرون د جمعې په ورځ د ایران د ولس په خلاف د تېرو چټی تورونو په تکرارولو او د برجام په روح باندې د تهران د نه پابندۍ په تکرارولو سره له ترهه ګرۍ څخه د ایران دملاتړ ادعا وکړه او د اسلامی انقلاب د پاسدارانو لښکر یې د نویو بائیکاټونو او بندیزونو په لېسټ کښې راوست.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه: د برجام په اړه د ټرمپ څرګندونې د اروپائی اتحادیې د لوړرتبه استازی له واضحه ردعمل سره مخامخې شوې او دا هر څه ښودنه کوی چې نړیواله ټولنه د ټرمپ له سیاستونو سره ملګرتیا نه کوی.

د اروپائی اتحادیې د بهرنی سیاست مشرې فیډریکا موګرینې د برجام په باره کښې د ټرمپ د وېنا په ردعمل کښې تاکید وکړ: برجام یوه دوه اړخیزه موافقه نه ده او هیڅ یو هېواد هغه نه شی ختمولې.

موګرینی زیاته کړه: اروپائی اتحادیه د نړیوالې ټولنې د نورو غړیو ترڅنګه د ایران په شمول د ټولو د ګټو لپاره د برجام په ساتنه ژمنه ده.