د ایران د لړم د ۲۹ نیټې مطبوعات
په ملګروملتو کې دپاکستان استازې د شپږنیم زره پوځیانو پشمول د پاکستان د څه دپاسه اوه ویشت زره ښاریزو قربانی کیدا ، په افغانستان کې دجنګ اوترهه ګرۍ په وړاندې د خپل هیواد د تاوانونو یوه برخه وبلله .
جمهوری اسلامی ورځپانه
د ایران د اسلامي شورا مشر ډاکټر لاریجانی د لویدیځ ولایت کرمانشاه زلزله ځپلو سیمو ته په سفر کښې وویل: د زلزله ځپلو خلکو اصلي مسئله په وړومبي پړاو کښې د هغوي لنډمهاله دیره کول او بیا د ودانیو بیارغاونه ده.
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی ظریف د ملګرو ملتو عمومی منشی ته په لیک کی لیکلی دی ملګری ملتونه دی د یمن د خلکو له کاختۍ د ژغورولو لپاره سملاسی اقدام وکړی .
د سوریې پوځ د بوکمال ښار په بشپړه توګه ازاد کړ . دسورئې پوځ او مقاومتی ځواک دګډو عملیاتو کوټې په همداوروستیو کې وئیلی دی د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې له سپیرو منګولو يې ښار په بشپړ ډول آزاد کړی او دم ګړۍ په دغه ښار کې د داعشیانو په لاس دکیښودل شویو ماینونواوبمونو په پاکولو لګیادی .
له دې مخکې اعلان شوی ؤ چې دسورئې پوځ او متحدانو ئې په دیرالزور ولایت کې د البوکمال ښار اتیافی صدی برخه نیولې ده .
له دې مخکې هم د سورئې پوځ او متحدانو ئې البوکمال ښار د داعشی تکفیریانو له منګولو آزاد کړی ؤ ، خو داعشی جنایتکارو د امریکا پشمول دخپلو ملاتړو په پشتیبانۍ سره بیرته پر البوکمال سلطه موندلې وه .
د البوکمال ښار په آزادولو سره د سورئې پوځ او دمتحدانو ئې مهمه کامیابی ترلاسه کړې ده او بریالی شوی په سورئې کې داعشیان له خپل وروستی مرکزه هم وشړی . په دیرالزور ولایت کې واقع البوکمال سرحدی ښار یو لک شل زره نفوس لری چې کابو درې کاله مخکې داعشی تکفیریانو نیولی ؤ .
داپه داسې حال کې د ی چې په نړیوالو چارو کې دایران داسلامی شورا دمشر ځانګړی سلاکار حسین امیر عبداللهیان دسورئې په دیرالزور کې له عراق سره دسرحدی ښار البوکمال آزادول او په سیمې کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډ لې دمقاومت دړې وړې کولو په باب دسورئې ولسشمر ، پوځ ، ولس او مقاومتی ځواک ته په مبارکی ورکولو سره دحرم دمدافعو شهیدانو د یاد درنښت وکړ .
اروپايي اتحادیې ته د ایران صادرات له اوو میلیارډ يورو واوښتل
.
د امریکا دپخوانی ولسمشر لومړی مرستیال بایډن وویل ټرمپ د امریکا په اوسنی تاریخ کی تر ټولو خطرناک پړاو رامینځته کړی دی .
د ایران دتیلو ړزیر وایی توتال په عادی شرایطو کی د پارس جنوبی له ۱۱ فاز نشی څنګته کیدلې .
کیهان ورځپاڼه
ډاکټر ولایتی د فرانسې ولسمشر ماکرون ته په جدی خبرداری کی وویل چی د ایران په سټراتیجیکو چارو کی لاس وهنه مه کوی .
په نړیوالو چارو کې داسلامی انقلاب دمعظم لارښود ځانګړی سلاکار علی اکبر ولایتی دفرانسې د ولسمشر آمانوئل ماکرون په ایران ضد دریځونو په سختو نیوکو سره زیاته کړې ، دایران داسلامی جمهوریت په سټراټژیکو او توغندوی فعالیتونو کې دپاریس لاسوهنې ،داسلامی ایران په نزد دفرانسې د حکومت د باؤر له کمیدا پرته بل هیڅ نه لری .
ولایتی په دې خبرې کولو سره چې ایران دخپل دفاعی پروګرام او فعالیتونو لپاره له نورو اجازت نه اخلی روښانه کړ ې؛ که فرانسه غواړی ، له ایران سره مخ په وده اړیکې ولری ،نو باید دایران په چارو کې دې لاسوهنې نه کوی ،ځکه دا دفرانسې دملی ګټو په خلاف دی .
علی اکبر ولایتی ټینګار کړی ، دایران دتوغندوی پروګرام په باب دفرانسې دغوښتنې ته دایران ځواب حتما منفی دی او حتی یو فی صد احتمال هم نشته ، هغې غوښتنې ته چې دایران په داخلی چارو کې لاسوهنه وی ، مثبت ځواب ورکړل شی .
دفرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون دتیرې جمعې په ورځې په ګوتنبرګ کې اروپائی اتحادئې په غونډې کې په بالیسټیک توغندوی پروګرام کې دایران دسټراټژۍ په باب دشفاف سازۍ غوښتنه کړې وه . ماکرون همداراز مدعی شوی ایران باید په سیمې کې له یرغلیز سیاسته لاس واخلی .
په نړیوالو چارو کې داسلامی انقلاب دمعظم لارښود سلاکار همداراز په دې خبرې کولو سره چې ایران یوازې له اروپائی اتحادئې سره په اړیکو بسنه نه کوی ، وویل ، ایران دخپلې خپلواکۍ په چوکاټ کې د روسیې ،چین، جاپان ،هندوستان ، جنوبی افریقا،جرمنی،فرانسې او نورو هیوادونو سره رابطه درلودلی شی او په دې باب له ملی ګټو پرته بل هیڅ ځانګړنه ټاکونکی نه ده .
فیډریکا موګریني په بنګله دیش کښې د روهینګیا مسلمانو کډوالو د کیمپ په کتنه کښې وویل: اروپايي اتحادیه د روهینګیا کډوالو د کړکیچ د هواري لپاره د بنګله دیش او میانمار له مذاکراتو ملاتړ کوي .
د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د ناکامه ترور په اړه ضد و نقیض خبرونه رارسی .
د لبنان لومړی وزیر حریری له خپلې میرمنې سره پاریس ته لاړ خو دوه بچیان یې عربستان یرغمل کړی دی .
اطلاعات ورځپانه
ښاغلې ظریف وایی د عربستان چارواکو ملنډو ته مخه کړې ده . د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف پخپله ټویټر پاڼې کې لیکلی دی داستره مسخره ده چې دسعودی عربستان پاچائی رژیم چې پخپله ترهه ګر لمسوی او دیمن پر بې وزله عربی هیوادئې یو اړخیز جنګ تپلی دی ، ،ایران دثبات دګډوډولو په هڅو تورنوی .
هغه لیکلی دی ، آل سعود رژیم ایران په داسې حال کې په تاؤتریخجن رول لوبونې تورنوی چې پخپله ئې ترهه ګر روزلی او په وسلو ئې سنبال کړی ، دیمن ولس ئې له انسانی غمیزې سره مخامخ کړی ، قطر ئې منزوی کړی او په لبنان کې ئې د شخړو درامینځةکولو هڅه کړې ده .
دایران خارجه وزیر همداراز دترکیې په آنتالیا ښآر کې د ترکیې اوروسیې له خارجه وزیرانو سره ددرې اړخیزې ناستې په باب هم لیکلی دی ، ایران له ترکیې اوروسیې سره د اوور د لمبو دغلی کولو لپاره له هغه اوور بندسره چې په سورئې کې رامینځةکړی دی ،ملګرتیا کوی .
جواد ظریف وئیلی دی ، ایران ،ترکیه اوروسیه په سورئې کې د اوور بند ضامین هیوادونه دی .
په عربستان کی د بن سلمان مخالف پوځی افسران سخت شکنجه شوی دی .
په لندن کی د زیمبابوی د کودتا جشن ولمانځل شو .
مقاومت په عراق او سوریه کی د داعش د ترهه ګرې ډلې دوسیه وتړله .
د امریکا پخوانی مرستیال ولسمشر جو بایډن وویل ټرمپ د امریکا د اوسنی تاریخ ډیر خطرناک ولسمشر دی .
د ایران د کورنیو چارو وزیر ویلی په راتلونکی یوه میاشت کی د زلزله ځپلو د کورونو او ودانیو د دایمی جوړیدا کار پیلیږی .
رفیق حریری پاریس ته لاړ خو دوه بچیان یې په عربستان کی یرغمل دی .
په ملګروملتو کې دپاکستان استازې د شپږنیم زره پوځیانو پشمول د پاکستان د څه دپاسه اوه ویشت زره ښاریزو قربانی کیدا ، په افغانستان کې دجنګ اوترهه ګرۍ په وړاندې د خپل هیواد د تاوانونو یوه برخه وبلله .
د چین د بهرنیو چارو وزیر په بنګله دیش کښې د دغه هیواد له لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد سره کتنه او د میانمار د پوځ له جنایتونو بنګله دیش ته د تښتیدلو روهینګیا مسلمانانو د حالاتو په هکله یې ورسره خبرې اترې کړې دی .
ډاکتر لاریجانی وایی په وروستۍ زورورې زلزلې کې دایران ملت ملی پیوستون نندارې ته وړاندې کړ .
په امریکا کې په ډزو کې نور ۲۴کسان وژل شوی دی .