د ایران د لیندۍ د څلورمې نیټې مطبوعات
د اسلامي انقلاب معظم رهبر څرګنده کړه: اسلامي نړۍ نن سبا د کفر او استکبار په وړاندې دریدی شي او په ایران کښې اسلامي نظام چې د اسلامي شریعت د بشپړې عملي کیدو په لټه دی، د اسلام پر دښمنانو به د بریالیتوب وسیله وي.
کیهان ورځپاڼه
کیهان ورځپاڼۍ هم د نورو درستو ورځپاڼو په شان د اهل بیتو اطهارو د محبانو او تکفیری د مسلې د غونډې له ګډون کونکیو سره د رهبری د ستر مقام کتنې او ویناو ته پراخ انعکاس ورکړی دی .
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په تهران کښې د (اهل بیتو مینه وال او د تکفیریانو مسئله) نومې غونډه کښې د ګډونوالو میلمنو په کتنه کښې په سیمه کښې د اسلام د دښمنانو د دسیسو دوام او د تفرقې خطر ته په اشارې سره څرګنده کړه: که څه هم داعش په عراق او سوریه کښې پاې ته رسیدلی خو د دښمنانو له چلولونو غفلت نه دی پکار ځکه چې امریکا او صهیونزم او د هغوي انډیوالان به له اسلام سره له دښمنۍ لاس وا نه خلي او ممکنه ده په یو بله سیمه کښې د داعش په شان یوه دسیسه پلان او اجرا کړي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر څرګنده کړه: اسلامي نړۍ نن سبا د کفر او استکبار په وړاندې دریدی شي او په ایران کښې اسلامي نظام چې د اسلامي شریعت د بشپړې عملي کیدو په لټه دی، د اسلام پر دښمنانو به د بریالیتوب وسیله وي.
هغوي د اسلامي نظام خلاف د امریکې او صهیونزم لخوا د کابو څلویښتو کالو دسیسې، دباو او بندیزونو ته په اشارې سره زیاته کړه: د دې ټولو دباونو سره سره په ډاګه وایو په هرځاې کښې چې له کفر او استکبار سره د مقابلې لپاره شتون ته ضرورت وي مرسته به وکړي او د دې خبرې په کولو کښې د هیچا خیال نه ساتي.
د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر دې وینا په دوو مهمو ټکیو ټینګار درلود چې په کوم خاص وخت او ځاې پورې ځانګړي نه دي. دغه دواړه ټکي یو د اسلام په تاریخ کښې او په سیمه کښې په استعماري بهیرونو کښې جرړه لري چې د اسلامي امت په مینځ کښې د وحدت په اصل پورې اړوندیږي. خو دویم ټکی د هغو خطرونو او ګواښونو د بیاپيژندنې ضرورت دی چې نن سبا اسلامي امت ته پیښ دي.
د تیرې یوې پيړۍ بدلونونو ته په یوې کتنې سره وینو چې دا ګواښونه ورو ورو په اسلامي هیوادونو د نفوذ او درز کولو او بلآخره د اسلامي نړۍ د ټوټې کولو او په جنګ او نفاق کښې د اسلامي امت د ګیرولو په لټه کښې دي. دا نفاق او تفرقه له زهرجن تکفیري او وهابي تفکره سرچینه اخلي چې یوه وروستۍ خواشینونکې نمونه یې په سیمه کښې د سلفي او تکفیري بهیرونو او د داعش د فتنې په توګه رامینځته شوه. د داعش فتنه د مقاومت د بهیر په دریدنې او د حرم د مدافعانو په سرشیندنې او د سوریې او عراق د ولسونو او حکومتونو په هلوځلو سره غلې شوه خو خطر لا په بشپړه توګه له مینځه نه دی تللی او د نویو فتنو د رامینځته کیدو احتمال شته دی. ځکه چې د لیبیا، تیونس، مصر، صومالیا او نایجیریا په شان نورو هیوادونو کښې د داعش او نورو ترهګرو ډلو جرړه نه ده وچه شوې. له دې لامهم د اسلامي امت د زوړ زخم او د فلسطین د مسئلې شتون او د صهیونیسټي رژیم د نیواکګرۍ دوام دی. اسرائیلو له داعشه ډیره ګټه پورته کړه. کوم خدمت چې دې جنایتکارې ډلې د اسلام په نوم او د عربستان په شان د مرتجع رژیمونو په ملاتړ سره د اسرائیلو وکړ، د دغه جنایتکار رژیم په ټول ژوند کښې یې مخینه نه درلوده.
د کفر، استکبار او صهیونیزم جبهې له څه باندې اویا کالو راهیسې د فلسطین په نیواک سره هغه د سیمې د هیوادونو د امنیت خرابولو لپاره په یو مرکز بدل کړی دی او د دې دسیسې د بشپړولو لپاره داعش جوړ کړی شو. اوس د سیمې له ولسونو د داعش فتنې لرې شوې ده خو په سیمه کښې د فتنې جرړه او د شرارت مرکز یعنې د اسرائیلو سرطاني غده لاپاتې ده. شک نشته چې د مسلمانانو ترمینځ له اختلاف اچولو او جنګ جګړو د دښمنانو اصلي موخه د صهیونیسټي رژیم لپاره د خوندیتوب برابرول دي.
همدې اساسي ټکي ته په پام سره د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اسلامي نړۍ د ستونزو او مشکلاتو ډیرو پټو جرړو ته په ژورې کتنې سره ټینګار وکړ: په کومه ورځ چې فلسطین، فلسطینیانو ته ستون شي هغه به د استکبار په ملا حقیقي ګوذار وي او مونږ به د هغې ورځې لپاره کوشش وکړو.
د مصر په سینا دښته کی په لمونځ کونکیو د ترهه ګرو په حمله کی ۲۳۵ کسان وژل شوی دی چی د مصر ولسمشر السیسی ویلی دی دغې حملې ته به سخت ځواب ورکړو .
امریکایی شکنجه کونکیو ، د بن سلمان مخالف شاهزادګان په پښو کوړی کړل .
دپاکستان دملی پارلمان غړی شیرین خیرالنسامزاری دیمن پرضد د تیریګرو هیوادونو په ائتلاف کښې د اسلام اباد دحکومت د شاملیدا د پایلو په اړه خبرداری ورکړ .
جمهوری اسلامی
د رهبرۍ ستر مقام د اهل بیتو د میناوالو په غونډه کی له ګډون کونکیو سره په کتنه کی وفرمایل ، د اهل بیتو اطهارو مینه د مسلمانانو د وحدت لپاره مناسبه زمینه ده .
عربستان هماغه راز یمن ته د مرستندویو جوپود ورتګ خنډ کیږی .
د صیهونیست رژیم لومړی وزیر نتانیاهووایی له ځینو عربی هیوادونو سره پټ ارتباط لرو او هغه به پراخ کړو .
اسلامی ایران دمصر په جومات ترهګره حمله وغندله . دمصر په شمال کښې په سینا ولایت کښې پرون دصوفیانو په الروضه جومات د داعش وهابی ټروریسټی ډلې په بم چاودنې او برید کښې تراوسه دوه سوه پینځه دیرش بې ګناه لمونځ ګزار شهیدان او څه دپاسه یوسل پینځویشت نور سخت ژوبل شوی دی چې ځینې پکښې مرګی حاله دی .
دایران دباندنیو چارو د وزارت ویندوی بهرام قاسمی وویل تکفیری ترهګرۍ چې نن سبا یې په سیمه کښې سختی ماتی خوړلی دی دخپل وجود د بیا څرګندولو لپاره له هیڅ ډول بې رحمانه اقدام او ناوړه کوشش ډډه نه کوی او دغه کار د ترهګرۍ د دقیق او حقیقی پیژندنې او ورسره دجدی او ډله ایزې مقابلې لپاره د سیمې دحکومتونومسوولیت دوه برابره کوی .
بهرام قاسمی په دغه خاص وخت کښې ټول ملتونه او حکومتونه د وینه تویونکو او مرګونو ماتی خوړلیو ترهګرو ډلو د نویو دسیسو په وړاندې ډیرې هوښیارتیا ته وروبلل .
دمصر په سینا ولایت کښې له تیرو له تیرو څو کلونو راهسې داعش وهابی ترهګره ډله چې زیاتې مالی مرستې ورسره سعودی عربستان اوځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه کوی ترهګرو حملو اوبم چاودنو ته دوام ورکړی چې له کبله یې تراوسه په سلګونو کسان وژل شوی او ژوبل شوی دی .
رابرټ فسک وایی ، وخت بدل شوی دی ، په مینځنی ختیځ کی نوره امریکا نده چی وروستۍ خبره کوی .
اطلاعات ورځپاڼه
د اسلامی ایران ولسمشر روحانی له خپل افغان هم څنګ اشرف غنی سره په تیلی فونی خبرو کی ویلی دی باید د غلیمانو د درز اچونو په وړاندی ځیر ووسو . داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی دافغانستان له ولسمشر اشرف غنی سره په ټیلی فونی خبرو کښې هغه ته وویل دایران اسلامی جمهوریت په افغانستان کښې د پایداره صلحې ، ثبات او دامنیت غوښتونکی دی او دغه چارې د خپل امنیت د پیاوړتیا په لړ کښې او دسیمې دصلحې او ثبات په ګټه ګڼی .
دایران ولسمشر حسن روحانی دافغانستان له ولسمشر اشرف غنی سره په ټیلی فونی خبرو کښې په ترهګرو حملو کښې ددغه هیواد د خلکو په وژل کیدا خواشینۍ سره وویل له نیکه مرغه دافغانستان حکومت د وحدت د ساتلو او دهغو دسیسو دشنډولو لپاره چې دتفرقې داچولو لپاره په سیمه کښې شته هوشمندانه دریځونه غوره کړی دی .
دایران ولسمشر حسن روحانی د نشه ایزو موادو له تولید او قاچاق سره د هراړخیزه مبارزې ضرورت ته په اشارې سره وویل نن سبا نشه ایز توکی دسیمې او دنړۍ په هیوادونو کښې ځوان نسل ته ګواښ کوی او باید په پراخې ملګرتیا سره له دغه سپیرې ښکارندې سره مقابله وکړو .
هغه جوته کړه دایران اسلامی جمهوریت په افغانستان کښې د پایداره امنیت ، صلحې او د ثبات غوښتونکی دی او دغه چارې دخپل امنیت د پیاوړتیا په لړ کښې او د سیمې دصلحې او دثبات په ګټه بولی .
دایران ولسمشر حسن روحانی دغه راز د افغانستان او دایران د اقتصادی او د تجارتی اړیکو او د ملګرتیاو پراختیا هم د اهمیت وړ وبلله او په نږدې راتلونکی کښې د چابهار بندر د پراختیا د پروژو د کار پیلیدا ته په اشارې سره یې وویل له ایران او ورپسې له شمال او جنوب کوریډور سره دافغانستان داوورګاډۍ د پټلۍ وصلیدل به دسیمې د هیوادونو په اقتصادی او تجارتی راشه درشه کې مثبت بدلون رامینځته کړی .
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی هم په دغو ټیلی فونی خبرو کښې دایران په لویدیځ کښې په کرمانشاه سیمه کښې د زلزلې په خاطر دایران له خلکو سره دافغانستان دملت او دحکومت د همدردۍ د اعلانولو او دتسلیت د ویلو په ترڅ کښې وویل دواړه ملتونه تل دیوه(۱) بل په څنګ کښې دي او وړونه دی .
اشرف غنی دې ته په اشارې سره چې دشیعه او دسنی د وحدت او د ورورګلوۍ پیاوړتیا په دغه هیواد کښې اساسی اصل ګڼل کیږی ټینګار وکړ هیڅکله به دښمانانو ته د تفرقې د رامینځته کولواجازه ورنکړو .
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی دنشه ایزو موادو له تولید او قاچاق سره دکابل دحکومت په جدیت اوبندوبست ټینګار وکړ او له ایران اسلامی جمهوریت سره یې د هراړخیزه ملګرتیاو او اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه
رویټرز لیکلی دی چی عربستان د لبنان له حزب ا... سره د مقابلې توان نلری .
د ایران و وسله وال ځواک لوی درستیز جنرال باقری د رهبرۍ ستر مقام ته په بیام کی ویلی دی چی داعش ته ورته فتنو د رامینځته کیدا د مخنیوی لپاره چمتو یو .
د یمن د انقلاب د لوړې کمیټې غړي وویل چې د انصار ا... غورځنګ توغندوي او زغریز توان ځايي دی.
قاسمی وایی عربستان باید ددیکتاتورانو د برخلیک په اړه غور وکړی . دایران د بهرنیو چارو دوزارت ویندوی بهرام قاسمی د تهران د چارواکو په اړه د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان ګستاخیو په ځواب کښې وویل دسعودی عربستان ماجراغواړی ولیعهد د سیمې د دیکتاتورانو دختم شوی برخلیک په اړه غور وکړی .
دسعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان چې یوبې منطقه ،دیکتاتور ، سرزوری او د ترهګرو ډلو ستر ملاتړی او دامریکا او داسرائیلو ستر ګوډاګی دی دامریکا له «نیویارک ټایمز »ورځپاڼې سره په مرکه کښې چې په مینځنی ختیځ کښې د ریاض دسیاستونو او تګلارو په ماتی دهغه د سخت غصه کیدا ښودنه یې کوله د ایران دحکومتی چارواکو په اړه سپکې خبرې وکړې .
دایران دبهرنیو چارو د وزارت ویندوی بهرام قاسمی وویل دسعودی عربستان د ماجرا غواړی ولیعهد محمد بن سلمان غلطیانو چې ترټولو نوی تیروتنه یې دلبنان په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې رسوای وه د عربستان دودیز ملاتړی هیوادونه هم په هڅې کښې اچولی دی .
بهرام قاسمی وویل د سعودی عربستان د ولیعهد ناسنجول شوی ، سپکې او چټی څرګندونې سبب شوی دی چې په نړۍ او نړیوال ډګر کښې دهغه څرګندونو ته څوک اهمیت ورنکړی .
دایران اسلامی جمهوریت په ځلونو په دې خبرې ټینګار سره چې سعودی عربستان هماغه راز په سیمه کښې د تیرو کلونو له غلطۍ ډک، ډیر لګښته او بې نتیجې کړچار تعقیبوی ویلی دی ریاض باید په دوراندیشۍ ، او دخپل مسوولیت او ګټو پراساس په سم ډول او له تعصب او له هرډول زیل پرته دسیمې حقیقتونه ومنی .
په اټومی انرژۍ نړیوال اژانس کښې د ایران د اسلامی جمهوریت دائمی استازی رضا نجفی دصهیونیسټ رژیم اټومی پوځی فعالیتونه دسیمې دملتونو او دنړیوالې ټولنې د اندیښنې اصلی سرچینه وبلله.