دایران دپوځ سمندری ځواک دې دپرمختګ حرکت نوره هم چټک کړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i60061-دایران_دپوځ_سمندری_ځواک_دې_دپرمختګ_حرکت_نوره_هم_چټک_کړی
حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه ای دسمندری ځواک اهمیّت ته په اشارې سره روښانه کړې ، دسمندری ځواک د ایران ددفاع لومړنۍ کرښه ده او د مکران،عمان سمندر اوآزاد سمندر په څیر مهمې سیمې په وړاندې لری او په آزاد سمندر کې شتون باید دتیر وخت په شان دوام ومومی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 28, 2017 12:35 Asia/Kabul
  • دایران دپوځ سمندری ځواک دې دپرمختګ حرکت نوره هم چټک کړی

حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه ای دسمندری ځواک اهمیّت ته په اشارې سره روښانه کړې ، دسمندری ځواک د ایران ددفاع لومړنۍ کرښه ده او د مکران،عمان سمندر اوآزاد سمندر په څیر مهمې سیمې په وړاندې لری او په آزاد سمندر کې شتون باید دتیر وخت په شان دوام ومومی .

د ایران داسلامی  انقلاب معظم لارښود او ددرستو قواؤ  ستر قوماندان  حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای نن د اسلامی  ایران دپوځ دسمندری ځواک دقوماندانانو  اوپرسنلو   په ټول کې  دسمندری ځواک  ورځ  د دغه  ځواک د سرلوړۍ  او ویاړ   او دهغوی دسرښیدنې  دقدرونې  لپاره  یوه بیلګه ورځ وبلله  .

  حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه ای  په دغې کتنې کې وفرمائیل ؛   د ۱۳۵۹ لمریز کال د لیندۍ دمیاشتې  په اوه مه   دعراق دبعثی  پوځ  په ضد دسمندری ځواک   میړنیو عملیاتو  پر جنګ تل پاتیکیدونکی اغیزې وشیندلې  او  دغه  شجاعت ، نوښت، پلانونې  او میړنی اقدام ،  پر سمندر  د دښمن  دسلطې   هیله  صفر ته ورسوله .

 دوی په خپلې  وینا کې  د لیندۍ د اومې نیټې    دعملیاتو او د  دغو عملیاتو  دشهیدانو یاد د  ژوندی ساتلو په ضرورت په ټینګار سره   وفرمائیل ؛  دخدای په لاره کې شهادت  خسارت  نه دی ، بلکې  غنیمت  دی  او  د حضرت امام خمینی  په دقیق تعبیر سره ، هغه ملت چې  شهادت لری ، اسارت نه لر ی .

 حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه ای  دسمندری ځواک  اهمیّت ته په اشارې سره  روښانه کړې ،  دسمندری ځواک    د ایران ددفاع  لومړنۍ کرښه ده او   د مکران،عمان سمندر  اوآزاد سمندر  په څیر  مهمې سیمې  په وړاندې لری او   په آزاد سمندر کې  شتون باید دتیر وخت په شان دوام ومومی . 

 د ایرا د درستو قواؤ کمانډرانچیف    دکمښتونو په لیرې کولو  کې د اسلامی نظام  دبیلابیلو برخو  له امکاناتو   څخه   داستفادې په ضرورت  او  په پوځی توان  او تجهیزاتو کې  دسمندری ځواک د   توانمنیو    دزیاتولو په ضرورت په ټینګار سره  ووئیل ،  په سمندری ځواک  کې   وده اوښه خوځښت  پیل شوی او  سمندری ځواک دشل کاله مخکې دوران په مقابل کې  نن سبا  ډیر پرمختللی او لاتوانمن  دی ،  دپرمختګ دغه سویه قانع کونکی  نه ده او  په ټولو برخو کې باید  په کلک هوډ  او روحّیې  ،لوړ همت ،نوښت  او اقدام سره  لازیات چټک  خوځښت تعقیب  شی .