په تهران کې د اسلامی وحدت د نړیوال کانفرنس پیلیدا
ښاغلی روحانی د دې خبرې په کولو سره چی وحدت د نوی اسلامی تمدن په لاره کې د حرکت یوازنۍ لاره ده او وحدت مینځ لاری توب او اعتدال له لارې ترلاسه کیږی او تاوتریخوالې ، ترور او افراط نوې اسلامی تمدن خپل مقصد ته نه رسوی
په تهران کی د اسلامی وحدت یودیرشم نړیوال کانفرنس نن د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ښاغلی ډاکټر حسن روحانی په شتون سره پیل شو . په نوموړی کانفرنس کې ۵۰۰ بهرنی او داخلی عالمان ، پوهان ، چارواکی او لوړ رتبه شخصیتونه شتون لری .
ډاکټر حسن روحانی د اسلامی وحدت د نړیوال کانفرنس په پرانستونکیو دستورو کی په خپله وینا کی د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص ) اود حضرت امام جعفر صادق (ع) د نیکمرغه زوکړو د ورځو په مناسبت د مبارکی ویلو په ترڅ کې وویل چی په سیمه کې د ترهه ګرۍ او د هغو د درستو عواملو تر جرړه ویستلو به له دغې ښکارندې سره مبارزه دوام ولری . ښاغلی روحانی د دې خبرې په کولو سره چی نن په سیمه کې د ترهه ګرۍ اصلی ستنې غورځیدلی دی ټینګار وکړ د هغې دسیسې ستره برخه چی نړیوالو قدرتونو ، صیهونیزم او استکبار د سیمې د ملتونو پرضد پلان کړی وه ، شنډه شوی ده . ښاغلی روحانی همداراز وویل چی د مقاومت جنګیالی د سیمې او درستو نړیوالو په غاړه ستر حق لری او زیاته یې کړه له بده مرغه په داسې حال کې چی باید هغه درست کسان چی د نړۍ له امنیت او ثبات سره دلچسپۍ لری ، د ترهه ګرۍ په وړاندې د مقاومت د لیکو له جنګیالیو مننه وکړی ، د هغو د کمزوری کولو او هغو پرضد د دسیسې کولو په فکر کی دی . ښاغلی روحانی همدار از له صیهویسټ رژیم سره د سیمې د ځینو هیوادونو د ملګرتیا څرګنده اعلان او د مقاومت له جبهې سره دښمنۍ ته په اشارې سره جوته کړه پوهان ، عالمان او ځوانان به اجازه ورنکړی چی له مقاومت سره د دښمنۍ دغه سپیره نقشه نتیجې ته ورسی .
ښاغلی روحانی د دې خبرې په کولو سره چی وحدت د نوی اسلامی تمدن په لاره کې د حرکت یوازنۍ لاره ده او وحدت مینځ لاری توب او اعتدال له لارې ترلاسه کیږی او تاوتریخوالې ، ترور او افراط نوې اسلامی تمدن خپل مقصد ته نه رسوی او مونږه به اسلامی وحدت ته هم ونه رسو . وحدت یعنی څه؟
ایا وحدت په دې معنا ده چی درست مذهبونه د یوه مذهب پیرو کار شی ؟داسې کومه معنا نلری . معنا یې دا ده چی د بیلا بیلو اسلامی مذهبونو احترام او درناوې وکړو او د یوه بل په څنګ کې سوله ایز ژوند ولرلې شو . زمونږ هدف دا ندې چی یو مذهب تباه کړو او بل مذهب ته وده ورکړ و ، داسې نده ، زمونږ هدف دا دې چی درست مذهبونه د یوه بل په څنګ کې په یوه میز کښینی . اسلامی وحدت یعنی دا چی په اسلامی نړۍ کې یوه ژبه ضروری شی ؟نه داسې نده ، درستې ژبې ښکلی دی ، البته ځکه چی عربی د قران او زمونږ د عبادت ژبه ده نو ځانګړې ځای لری ، خو مونږه نه غواړو چی واحده ژبه جوړه کړو ، ځکه چی درستې ژبې د درناوی وړ دی .
ښاغلی همداراز د اسلامی وحدت په ۳۱ نړیوال کانفرنس کې جوته کړه د نظر اختلاف به ولرلې شو ، زمونږ لیدتوګې به یو شانته نه وی ، خو په اصولو، ارزښتونو او بنسټونو کې یوشانته یو ، زمونږ توحید ، نبوت ، قران او قبله یوه ده او دغه درست اعتقادات مونږه وحدت ته رسوی .
په دغه نړیواله غونډه کې د سوریي مفتی اعظم شیخ احمد بدرالدین حسون هم د اسلامی نړۍاوسنی وضعیت ته په اشاري سره وویل مسلما د اسلام عظیم الشان پیغمبر د اسلامی نړۍ له اوسنی وضعیته راضې ندې او غمګین دې ، په داسې شرایطو کې د اسلامی نړۍ عالمان او مشران څه اقدامات ترسره کوی ؟
ده جوته کړه په سیمه کې د ایران شتون د داعش د ماتې سبب شو ، خو اوس په سوریه کې یوازې پوځی جنګ ختم شوی دی باید کلتوری او تمدنی جنګ ته دوام ورکړ . ده زیاته کړه چی وحدت د اسلامی امت یوازنې سمه لاره ده .
د تهران د اسلامی وحدت په ۳۱ نړیوال کانفرنس کې به چی له ننه پیل او د دسمبر تر اوومې پورې دوام لری ، د اسلامی نړۍ بیلا بیل شخصیتونه ، عالمان او پوهان ویناوې او کمیټي جوړوی چی پکې بیا اسلامی نړۍ ته ورپیښو چیلنجونو او د وحدت د پیاوړتیا په لړ کې بحث او د نظر تبادله کیږی .
کاش د عربستان په شمول د اسلامی نړۍ ځینې نور شتمن او پیاوړی هیوادونه هم په مسلمانانو کې د وحدت د رامینځته کولو لپاره د خپلو تیلو ډالره ولګوی ، د دې په ځای چی له ترهه ګرۍ ډلو په ملاتړ سره په مسلمانانو کې نفاق ته لمن ووهی او یا د دې په ځای چی د توغندویو مخ یې د اسلام د دښمنانو په تیره بیا اسراییلو رژیم په لور وی ، د یمن په مظلومو او بی دفاع خلکو هره ورځ وحشیانه حملې کوی .