دامریکا اقدام نیواکګرۍ ته د روا والی ورکول دی
-
دایران اسلامي جمهوریت لومړنی هیواد وو چې دامریکا دغه اقدام یې په کلکه وغاند .
ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې د ایران داسلامی جمهوریت دائمی استازی غلامعلی خوشرو دفلسطین نیواک د سیمې د ټولوکړکیچونو جرړه وبلله او ټینګار یې وکړ دصهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د قدس په معرفی کولو کښې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اقدام نیواکګرۍ ته د روا والی د وربخښلو لپاره هڅه ده .
غلامعلی خوشرو پرون دصلحې دکلتور په موضوع سره دملګروملتونو دعمومی اسمبلۍ په غونډې کښې د امریکا د ولسمشر دغه اقدام په کلکه وغاند او هغه یې د نړیوالو پریکړه لیکونو ښکاره خلاف ورزۍ وبلله .
په ملګروملتونو کښې دایران داسلامی جمهوریت دائمی استازی په دې خبرې ټینګار سره چې دقدس سپیڅلی ښار په شمول د فلسطین د خلکو له مسلمو حقوقو د انکار لپاره هر ډول هڅه به د حالاتو د نور خرابیدا سبب شی وویل نړیواله ټولنه ، امریکا او صهیونیسټ رژیم ددغه غیر قانونی او غیر مسولانه اقدام دټولو خطرناکو پایلو مسول ګڼی .
غلامعلی خوشرو دامریکا د ولسمشر ټرمپ دغه فیصله په مینځنی ختیځ کښې د صلحې او دثبات په اړه دامریکا د ناوړه او منافقانه سیاستونو نښه وبلله او ویې ویل دفلسطین دخلکو حقوقو او دنړیوالو حقوقو اساسی اصولو ته دامریکا بې پامۍ له صهیونیسټ رژیمه د ملاتړ په لړ کښې ده .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په تیرې چهار شنبې ورځ له پراخو نړیوالو او سیمه ایزو مخالفتونو سره سره وویل واشنګټن قدس د صهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه په رسمیت پیژندی .
هغه د امریکا له خارجه وزارت وغوښتل له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د امریکا دسفارت د انتقال سریزې برابرې کړی .
دایران اسلامی جمهوریت لومړنی هیواد وو چې دامریکا دغه اقدام یې په کلکه وغاند .
دایران دبهرنیو چارو وزارت په تیرې چهارشنبې شپې په یوې(۱) بیانیې کښې ټینګار وکړ دصهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د قدس په رسمیت پیژندلو کښې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اقدام د نړیوالو پریکړه لیکونو ښکاره خلاف ورزۍ ده .
د نړۍ ډیرو هیوادونو او نړیوالو موسسو هم د امریکا دغه اقدام غندلی دی .
بیت المقدس له ۱۹۶۷ میلادی کال راهسې د اسرائیلو د جعلی تیریګر رژیم په نیواک کښې دی .