اسلامی ایران په ټولو زمینوکې روسیې ته سټراټژیک نظرلری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i60819-اسلامی_ایران_په_ټولو_زمینوکې_روسیې_ته_سټراټژیک_نظرلری
امیر حاتمی له روسیې د پوځی تجهیزاتو داخستو لپاره دنوی تړون دلاسلیک کیدا داحتمال په باب هم ووئیل ، د دواړو هیوادونو ترمینځ د پوځی تجهیزاتو دپیر پلور اړیکې شته دی او دغه اړیکې به د دواړو هیوادونو د ګټو دتامینیدا په چوکاټ کې هماغه راز ټینګې وی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 09, 2017 11:10 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران په ټولو زمینوکې روسیې ته سټراټژیک نظرلری

امیر حاتمی له روسیې د پوځی تجهیزاتو داخستو لپاره دنوی تړون دلاسلیک کیدا داحتمال په باب هم ووئیل ، د دواړو هیوادونو ترمینځ د پوځی تجهیزاتو دپیر پلور اړیکې شته دی او دغه اړیکې به د دواړو هیوادونو د ګټو دتامینیدا په چوکاټ کې هماغه راز ټینګې وی .

 دایران داسلامی جمهوریت دفاع وزیر سردار امیر حاتمی  نن تسنیم خبری آژانس  سره په خبرو کې  دپوځی اړیکو دپراختیا لپاره د ایران او روسیې  داړیکو دراتلونکی په  روښانه کړې ،  روسیې ته دایران  په سټراټژیک  نظر کې  پر پوځی اړخونو سربیره ،  اقتصادی او سیاسی  ا ړخونه هم  شاملیږی .

  امیر حاتمی  زیاته کړې ،  کله  د دواړو هیوادونو ترمینځ  سټراټژیکې اړیکې  موجودې وی ، نو  دواړه لوری به  یو روښانه افق  په وړاندې ولری .

 داسلامی ایران  دفاع وزیر   د سورئې پشمول  په سیمه ایزو معادلاتو کې  دایران او روسیط  داړیکو  په  پیاوړتیا د امریکا داندیښنو په باب  هم ووئیل ،  ایران او  روسیه  د پوځی او  دفاعی  ملګرتیاؤ په حوزې کې  غوره ګامونه پورته کړی دی  چې   په هغو کې د دواړو هیوادونو ګټې په نظر کې نیول شوی دی .

  هغه همداراز  له روسیې  د پوځی  تجهیزاتو  داخستو لپاره  دنوی تړون  دلاسلیک کیدا  داحتمال په باب  هم ووئیل ،  د دواړو هیوادونو ترمینځ  د پوځی تجهیزاتو دپیر پلور  اړیکې شته دی او  دغه اړیکې  به د دواړو هیوادونو  د ګټو  دتامینیدا  په چوکاټ کې هماغه راز ټینګې وی .