د ایران د لیندۍ د ۲۱ نیټې مطبوعات
دلبنان دحزب ا... عمومی منشی وویل دډونالډ ټرمپ له فیصلې وروسته اوس وخت رارسیدلی دی څو پوه شو چې ا مریکا د ترهه ګرۍ ملاتړې ده او داسې څوک شته چې داعش ئې پنځولی دی .
نتانیاهو د اسراییلو رژیم دپلازمینې په توګه د قدس د رسمیت پیژندلو لپاره د اروپایی اتحادیې د ملاتړ په جلبولو کې ماته خوړلی ده .
د لبنان د حزب ا... غورځنګ مشر سید حسن نصر ا.... ویلی دی د ټرمپ فیصله د اسراییلو د پاې پیلامه دی . سید حسن نصر ا.... پرون دبیروت په جنوب کې په صاحیه کې له قدسه دملاتړ په مناسبت دستر لاریون وروسته په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، اسلامی اوعربی ملتونه دې پوه شی چې دقدس نیواکی ښار څخه په ملاتړ کې دهغوی مظاهرې اوغونډې له نیواکګرو سره په مخامخیدا کې ډیرې مهمې دی ،ځکه دا د قدس په باب دامریکا له فیصلې او نیواکګرو سره دمخامخیدا یو ډول دی .
سید حسن نصر ا... په نیواکی ټاټوبو کې د بحرین حکومتی پلاوی شتون ته په اشارې سره ووئیل ، دبحرین دغه پلاوی دبحرین دولس نماینده پلاوی نه دی ، دبحرین رژیم، له فلسطینه په ملاتړ کې د دغه هیواد د ولس مظاهرې په سخته ځپی، خو له دې سره په یوه وخت له صهونیسټی دښمن سره دسازباز لپاره نیواکی ټاټوبو ته رسمی پلاوی لیږی او دا د بحرین د رژیم یو سپین سترګتیوب دی .
دلبنان دحزب ا... عمومی منشی وویل دډونالډ ټرمپ له فیصلې وروسته اوس وخت رارسیدلی دی څو پوه شو چې ا مریکا د ترهه ګرۍ ملاتړې ده او داسې څوک شته چې داعش ئې پنځولی دی .
هغه ددې غوښتنه وکړه چې دولسی دباؤ او له صهونیسټی رژیم سره د حکومتونو داړیکو دغوڅولو له لارې دې دغه رژیم منزوی شی .
سید حسن نصر ا... همداراز د یو موټی سټراټژۍ او د روښانه عملیاتی نقشې دټاکلو لپاره د مقاومت دچورلیز داتحاد او یووالی غوښتنه وکړه اوټینګار ئې وکړ و د امریکا دولسمشر سپیرې فیصلې ته خورا مهم ځواب، په درستو فلسطینیو سیمو کې د دریمې انتفاضې اعلان دی . هغه ووئیل قدس د فلسطین دایمی پلازمینه ده او په دې به هیڅکله هم سترګې پټې نه کړی او که فلسطینیان دهغو دباؤنو اوډیکټیشنونو سره چې هغوی ته ورکول کیږی ، مخالفت وکړی او دفلسطین د پلازمینې په توګه دقدس پر دایمی کیداټینګار وکړی،نوهیڅوک دهغوی ټاټوبی له هغوی نشی جلاکولی.
د ملګرو ملتو سرمنشی ګوترس وایی عربستان او امارات دې د یمن احمقانه جنګ ختم کړی .
چین وایی که تایوان ته د امریکا کومه بیړۍ راغله نو په تایوان به پوځی حمله وکړی .
د ایران خارجه وزیر اروپایانو ته خبردارې ورکړ چی د ایران د روا دفاع ژمنه یوازې یو ندی .
کیهان ورځپاڼه
د فلسطین د څلورمې انتفاضې په شپږمه ورځ د ژوبلو فلسطیینیانو شمیر له ۱۶۵۰ واوړیده .
سید حسن نصر ا.... ویلی دی چی په یقین سره وایم چی د ټرمپ وروستۍ فیصله به اسراییل نابود کړی .
دایران د مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچی په لویدیځی آسیا کې د سیمه ایز امنیت اوسترو قدرتونو نومې سیمنار په څنډې کې دخبریالانو په ټول کې وویل ، دجامعې ایټمی موافقې داجرائی چارو د ګډ کمیشن په غونډې کې به چې دراتلونکی چارشنبې په ورځ په ویانا کې ترسره کیږی ، ایټمی موضوع او ایران ژمنتیاوې ، دوه اړخیزې ملګرتیاوې او دموجوده بندیزونو او مشکلاتو ختمیدا وسپړل شی .
په کراچۍ کښې امریکايي ضد مظاهرې شوی دی . پاکستانی مظاهره چیان پرون په کراچۍ کښې د امریکې د قونصلیټ مخې ته راغونډ شول او د دغه هیواد او د اسرائیلو د رژیم بیرغونه یې وسوزول.
مظاهره چیانو د امریکې او صهیونیسټي رژيم خلاف د شعارونو په ورکولو سره د فلسطین له ولسه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د امریکې د ولسمشر دغې فیصلې د پاکستان د خلکو او چارواکو غندنه په ځان پسې لرلې او هغه د سیمې د ناامنۍ لامل ګڼي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په دې لړ کښې د اسلامي هیوادونو د مشرانو د جدي غبرګون غوښتنه کړې ده.
دمصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی په قاهرې کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ګډ خبری کنفرانس کې ووئیل د نړیوالو پریکړو اوقوانینو په چوکاټ کې دقدس د حقوقی وضعیّت ډیر ضروری دی .
د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف د امریکا په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کی په یوه یادښت کې له ایټمی موافقې په وراخوا مسلو کی له سپینې ماڼۍ د اروپا پیروی د ایران اصلی اندیښنه وبلله او ویې لیکل چی اروپا باید د تاریخ د تکراریدا مخه ونیسی .
اطلاعات ورځپانه
د اسلامی ایران ولسمشر روحانی د حماس غورځنګ د دفتر له مشر سره په تیلی فونی تماس کی وویل اسلامی نړۍ باید د امریکایی ، صیهونیستی سپیرې طرحې په وړاندې ودریږی .
اروپایی اتحادیه وایی قدس د اسرایلو رژیم د پلازمینې په توګه په رسمیت نه پیژنی .
دایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدرانو دسپاه قدس قوماندان سردار تورن جنرال قاسم سلیمانی د فلسطین داسلامی جهاد دکنډکونو دقوماندانۍ او شهید عزالدین قسام دکنډکونو له قوماندانۍ سره په ټیلیفونی خبرو کې دفلسطین د اسلامی مقاومت ځواک څخه د هراړخیز ملاتړ او پشتیبانۍ لپاره دایران د اسلامی جمهوریت چمتووالی اعلان کړ .
قاسمی وایی تهران ته د انګلستان د خارجه وزیر په سفر کې ډیرې مسلې وجاجول شوې . د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی بهرام قاسمی تهران ته د انګلستان د خارجه وزیر جانسن له سفر سره په یووخت د اسرایلو رژیم د پلازمینې په توګه د قدس په اعلانولو کې د ټرمپ داقدام په اړه زمونږ د خبریال د پوښتنې په ځواب کی زیاته کړه دغه سفر له مخکې پلان شوی وو او له نورو مسلو سره د هغه قیاس د منلو ندې .
قاسمی زیاته کړه هغه څه چی د صیهونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د قدس له اعلانولو وروسته د نړۍ د دولتونو په عمومی افکارو کی ولیدل شول ، د امریکا د ولسمشر ټرمپ د شرمونکی اقدام په غندلو کې د نړۍ اجماع وه چی د عربی هیوادونو په شمول یې د نړۍ ډیر هیوادونه په دغې موضوع کې ښکیل کړل .
ښاغلی قاسمی د ملګرو ملتو د تخصصی ډلې د نتیجې د خپرو شویو خبرو په اړه چی کوندی د یمن لخوا په عربستان توغول شوی توغندی د ایران جوړ دی ، وویل په هغه راپور کی چی د ملگرو ملتو یوي تحقیقاتی ډلې ّپوري تړل شوی دی ، په خاصو هدفونو خبر جوړول دی او هیڅ اعتبار او سندیت نلری .
د ایران خارجه وزیر همداراز وویل د ایران او عربستان په اړیکو کی هیڅ بدلون ندې رامینځته شوی او ریاض هماغه راز په بې درایتۍ او بې پامۍ سره د سیمې مسلې تعقیبوی او په سیمه او نورو ګاونډیانو کې خپلې مخکینۍ تیروتنې ترسره کوی .
د امریکا د نیویارک په منهټن کې د بسونو په تم ځای کې یو شمیر کسان ژوبل شوې او یو مشکوک کس نیول شوی دی