د ایران د لیندۍ د ۲۱ نیټې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i61053-د_ایران_د_لیندۍ_د_۲۱_نیټې_مطبوعات
دلبنان دحزب ا... عمومی منشی وویل دډونالډ ټرمپ له فیصلې وروسته اوس وخت رارسیدلی دی څو پوه شو چې ا مریکا د ترهه ګرۍ ملاتړې ده او داسې څوک شته چې داعش ئې پنځولی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 12, 2017 11:00 Asia/Kabul
  • د ایران د لیندۍ د ۲۱ نیټې مطبوعات

دلبنان دحزب ا... عمومی منشی وویل دډونالډ ټرمپ له فیصلې وروسته اوس وخت رارسیدلی دی څو پوه شو چې ا مریکا د ترهه ګرۍ ملاتړې ده او داسې څوک شته چې داعش ئې پنځولی دی .

 

نتانیاهو د اسراییلو رژیم دپلازمینې په توګه د قدس د رسمیت پیژندلو لپاره د اروپایی اتحادیې د ملاتړ په جلبولو کې ماته خوړلی ده .

 

د لبنان د حزب ا... غورځنګ مشر سید حسن نصر ا.... ویلی دی د ټرمپ فیصله د اسراییلو د پاې پیلامه دی . سید حسن نصر ا....   پرون دبیروت په جنوب کې  په صاحیه   کې  له قدسه دملاتړ  په مناسبت  دستر لاریون  وروسته  په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ،  اسلامی اوعربی ملتونه   دې پوه شی چې  دقدس نیواکی ښار څخه  په ملاتړ کې  دهغوی  مظاهرې اوغونډې  له نیواکګرو سره په مخامخیدا کې ډیرې مهمې  دی  ،ځکه   دا  د قدس په باب دامریکا له فیصلې او نیواکګرو سره  دمخامخیدا یو ډول دی .

 

 سید حسن نصر ا...  په نیواکی ټاټوبو کې  د بحرین   حکومتی پلاوی شتون ته په اشارې سره  ووئیل ، دبحرین دغه پلاوی دبحرین دولس نماینده پلاوی نه دی ، دبحرین رژیم،  له فلسطینه  په ملاتړ کې   د دغه هیواد  د ولس مظاهرې  په سخته ځپی، خو له دې سره  په یوه وخت  له صهونیسټی دښمن سره  دسازباز  لپاره نیواکی ټاټوبو ته رسمی پلاوی لیږی  او  دا د بحرین د رژیم  یو سپین سترګتیوب  دی .

 دلبنان دحزب ا... عمومی منشی وویل   دډونالډ ټرمپ  له فیصلې وروسته  اوس وخت رارسیدلی دی  څو  پوه شو چې  ا مریکا  د ترهه ګرۍ ملاتړې ده او   داسې څوک شته چې داعش ئې پنځولی   دی .

  هغه  ددې غوښتنه وکړه چې   دولسی دباؤ  او  له صهونیسټی رژیم سره   د حکومتونو داړیکو دغوڅولو له لارې دې  دغه رژیم منزوی شی .

   سید حسن نصر ا... همداراز   د یو موټی  سټراټژۍ  او د روښانه عملیاتی نقشې  دټاکلو لپاره د مقاومت دچورلیز  داتحاد او یووالی غوښتنه وکړه اوټینګار ئې وکړ و  د امریکا دولسمشر سپیرې فیصلې   ته خورا مهم ځواب،  په درستو فلسطینیو سیمو کې  د دریمې انتفاضې  اعلان دی .  هغه ووئیل قدس د فلسطین دایمی پلازمینه ده  او  په دې به هیڅکله هم سترګې پټې نه کړی  او که  فلسطینیان دهغو دباؤنو اوډیکټیشنونو  سره چې   هغوی ته ورکول کیږی ،  مخالفت  وکړی او  دفلسطین د  پلازمینې په توګه  دقدس پر دایمی کیداټینګار وکړی،نوهیڅوک دهغوی ټاټوبی له هغوی نشی جلاکولی.

د ملګرو ملتو سرمنشی ګوترس وایی عربستان او امارات دې د یمن احمقانه جنګ ختم کړی .

چین  وایی که  تایوان ته د امریکا کومه بیړۍ راغله نو په تایوان به پوځی حمله وکړی .

د ایران خارجه وزیر اروپایانو ته خبردارې ورکړ چی د ایران د روا دفاع  ژمنه یوازې یو ندی .

 

کیهان ورځپاڼه

 

د فلسطین  د څلورمې انتفاضې په شپږمه ورځ د ژوبلو فلسطیینیانو شمیر له ۱۶۵۰ واوړیده .

 

سید حسن نصر ا.... ویلی دی چی په یقین سره وایم چی د ټرمپ وروستۍ فیصله به اسراییل نابود کړی .

دایران د مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچی په لویدیځی آسیا کې  د سیمه ایز امنیت اوسترو قدرتونو نومې  سیمنار  په څنډې کې  دخبریالانو په ټول کې  وویل ،  دجامعې ایټمی موافقې  داجرائی چارو د  ګډ کمیشن  په غونډې کې  به  چې دراتلونکی  چارشنبې په ورځ  په ویانا کې ترسره کیږی ،  ایټمی موضوع او ایران ژمنتیاوې ، دوه اړخیزې ملګرتیاوې  او  دموجوده بندیزونو او مشکلاتو  ختمیدا  وسپړل شی .

 

په کراچۍ کښې امریکايي ضد مظاهرې شوی دی . پاکستانی مظاهره چیان پرون په کراچۍ کښې د امریکې د قونصلیټ مخې ته راغونډ شول او د دغه هیواد او د اسرائیلو د رژیم بیرغونه یې وسوزول.

مظاهره چیانو د امریکې او صهیونیسټي رژيم خلاف د شعارونو په ورکولو سره د فلسطین له ولسه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د امریکې د ولسمشر دغې فیصلې د پاکستان د خلکو او چارواکو غندنه په ځان پسې لرلې او هغه د سیمې د ناامنۍ لامل ګڼي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په دې لړ کښې د اسلامي هیوادونو د مشرانو د جدي غبرګون غوښتنه کړې ده.

دمصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی په قاهرې کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ګډ خبری کنفرانس کې ووئیل د نړیوالو پریکړو اوقوانینو په چوکاټ کې دقدس د حقوقی وضعیّت ډیر ضروری دی .

د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف د امریکا په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کی په یوه یادښت کې له ایټمی موافقې په وراخوا مسلو کی له سپینې ماڼۍ د اروپا پیروی د ایران اصلی اندیښنه وبلله او ویې لیکل چی اروپا باید د تاریخ د تکراریدا مخه ونیسی .

 

اطلاعات ورځپانه

 

د اسلامی ایران ولسمشر روحانی د حماس غورځنګ د دفتر له مشر سره په تیلی فونی تماس کی وویل اسلامی نړۍ باید د امریکایی ، صیهونیستی سپیرې طرحې په وړاندې ودریږی .

 

اروپایی اتحادیه وایی قدس د اسرایلو رژیم د پلازمینې په توګه په رسمیت نه پیژنی .

دایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدرانو دسپاه قدس  قوماندان سردار تورن جنرال  قاسم سلیمانی   د فلسطین داسلامی جهاد  دکنډکونو  دقوماندانۍ  او  شهید عزالدین قسام   دکنډکونو  له قوماندانۍ سره  په ټیلیفونی خبرو کې  دفلسطین  د اسلامی مقاومت  ځواک  څخه   د هراړخیز ملاتړ او پشتیبانۍ لپاره  دایران د اسلامی جمهوریت   چمتووالی اعلان کړ .

قاسمی وایی تهران ته د انګلستان د خارجه وزیر په سفر کې ډیرې مسلې وجاجول شوې . د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی بهرام قاسمی  تهران ته د انګلستان د خارجه وزیر جانسن له سفر سره په یووخت د اسرایلو رژیم د پلازمینې په توګه د قدس په اعلانولو کې د ټرمپ  داقدام په اړه  زمونږ د خبریال د پوښتنې په ځواب کی زیاته کړه دغه سفر له مخکې پلان شوی وو او له نورو مسلو سره د هغه قیاس د منلو ندې .

قاسمی زیاته کړه هغه څه چی د صیهونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د قدس له اعلانولو وروسته د نړۍ د دولتونو په عمومی افکارو کی ولیدل شول ، د امریکا د ولسمشر ټرمپ د شرمونکی اقدام په غندلو کې د نړۍ اجماع وه چی د عربی هیوادونو په شمول یې د نړۍ ډیر هیوادونه  په دغې موضوع کې ښکیل کړل .

ښاغلی قاسمی د ملګرو ملتو د تخصصی  ډلې د نتیجې  د خپرو شویو خبرو په اړه چی کوندی د یمن لخوا په عربستان توغول شوی توغندی د ایران جوړ دی ، وویل  په هغه راپور کی چی د ملگرو ملتو یوي تحقیقاتی ډلې  ّپوري تړل شوی دی  ، په خاصو هدفونو خبر جوړول دی او هیڅ اعتبار او سندیت نلری .

د ایران خارجه وزیر همداراز وویل د ایران او عربستان په اړیکو کی هیڅ بدلون ندې رامینځته شوی  او ریاض هماغه راز په بې درایتۍ او بې پامۍ سره د سیمې مسلې تعقیبوی  او په سیمه او نورو ګاونډیانو کې خپلې مخکینۍ تیروتنې ترسره کوی .

د امریکا  د نیویارک په منهټن کې  د بسونو په تم ځای کې  یو شمیر کسان ژوبل شوې او یو مشکوک کس نیول شوی دی