د ډونالډ ټرمپ اقدام دسیمې کړکیچونه زیاتولای شی
-
دایران انډوله او متعادل سیاست په سیمه کښې د صلحې او دثبات د ټینګیدا سبب کیدلای شي .
ایرنا خبری اژانس وایی د ایران د اسلامی شورا د بهرنی سیاست او دملی امنیت د کمیسیون مشر علا الدین بروجردی وویل دصهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د قدس په رسمیت پیژندلو کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ نا سنجل شوی او بې عقله اقدام په مینځنی ختیځ سیمه کښې د حالاتو د کړکیچن کیدا سبب کیږی .
هغه پرون په تهران کښې د ایران او د ارمنستان جمهوریت د پارلمانی دوستۍ د ډلې له مشر واهرام باغداساریان سره په کتنې کښې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اقدام د اسلامی او د اروپایی هیوادونو اعتراض د نړۍ په عمومی افکارو کښې د فلسطین د اهمیت نښه وبلله .
د ایران او دارمنستان د پارلمانی دوستۍ ډلې مشر واهرام باغداساریان هم د تهران او د ایروان په دوستانه اړیکو د خوښې په څرګندولو سره وویل ایران په سیمه کښې مهم او اغیزشیندونکی هیواد دی او د ارمنستان پارلمان او حکومت د دوه اړخیزه راشه درشه د پیاوړی کیدا غوښتونکی دی .
هغه دسیمې په شخړو کښې د ایران داسلامی جمهوریت د اصولی دریځونو په قدرونې سره وویل دایران انډوله او متعادل سیاست په سیمه کښې د صلحې او دثبات د ټینګیدا سبب کیدلای شی .