دصهیونیسټ رژیم پرضد واحده جبهه رامینځته شوی ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i61835-دصهیونیسټ_رژیم_پرضد_واحده_جبهه_رامینځته_شوی_ده
زمونږ خبریال وایی په سوریې کښې د ایران داسلامی انقلاب د ستر لارښود استازی حجت الاسلام و المسلمین سید ابوالفضل طباطبایی اشکذری وویل داسرائیلو دپلازمینې په توګه دقدس په رسمیت پیژندلو کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ په لیونتوب سره په نړۍ کښې داسرائیلو د رژیم پرضد واحده جبهه رامینځته شوی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 24, 2017 00:49 Asia/Kabul
  • دمقاومت جبهه به  د فلسطین تر ازادۍ پورې خپلو بریالیتوبونو ته دوام ورکړي .
    دمقاومت جبهه به د فلسطین تر ازادۍ پورې خپلو بریالیتوبونو ته دوام ورکړي .

زمونږ خبریال وایی په سوریې کښې د ایران داسلامی انقلاب د ستر لارښود استازی حجت الاسلام و المسلمین سید ابوالفضل طباطبایی اشکذری وویل داسرائیلو دپلازمینې په توګه دقدس په رسمیت پیژندلو کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ په لیونتوب سره په نړۍ کښې داسرائیلو د رژیم پرضد واحده جبهه رامینځته شوی ده .

هغه پرون خبریالانو ته وویل د مقاومت دجبهې راتلونکی  ډیر روښانه دی او داسرائیلو رژیم او دهغه متحدان د ځوړتیا په حال کښې دی .

حجت الاسلام و المسلمین طباطبابی اشکذری زیاته کړه داعش ترهګره ډله د سوریې دخلکو پرضد له شپږو(۶) کلونو  جنایتونو وروسته له مینځه ولاړه او دنړۍ خلک په دې خبره پوه شول  چې داعش ډله له اسلام سره هیڅ ارتباط نلری .

هغه ټینګار وکړ دمقاومت جبهه به  د فلسطین تر ازادۍ پورې خپلو بریالیتوبونو ته دوام ورکړی .

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دسمبر په شپږمه(۶) نیټه قدس داسرائیلو د جعلی رژیم د پلازمینې په توګه معرفی کړ او له دې سره په یووخت یې له تل ابیت څخه نیواکی قدس ته د امریکا د سفارت د انتقالولو حکم هم ورکړ خو دایران په شمول  دنړۍ اکثره هیوادونو د امریکا د ولسمشر له دغه اقدام سره کلک مخالفت وکړ .