دصهیونیسټ رژیم پرضد واحده جبهه رامینځته شوی ده
-
دمقاومت جبهه به د فلسطین تر ازادۍ پورې خپلو بریالیتوبونو ته دوام ورکړي .
زمونږ خبریال وایی په سوریې کښې د ایران داسلامی انقلاب د ستر لارښود استازی حجت الاسلام و المسلمین سید ابوالفضل طباطبایی اشکذری وویل داسرائیلو دپلازمینې په توګه دقدس په رسمیت پیژندلو کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ په لیونتوب سره په نړۍ کښې داسرائیلو د رژیم پرضد واحده جبهه رامینځته شوی ده .
هغه پرون خبریالانو ته وویل د مقاومت دجبهې راتلونکی ډیر روښانه دی او داسرائیلو رژیم او دهغه متحدان د ځوړتیا په حال کښې دی .
حجت الاسلام و المسلمین طباطبابی اشکذری زیاته کړه داعش ترهګره ډله د سوریې دخلکو پرضد له شپږو(۶) کلونو جنایتونو وروسته له مینځه ولاړه او دنړۍ خلک په دې خبره پوه شول چې داعش ډله له اسلام سره هیڅ ارتباط نلری .
هغه ټینګار وکړ دمقاومت جبهه به د فلسطین تر ازادۍ پورې خپلو بریالیتوبونو ته دوام ورکړی .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دسمبر په شپږمه(۶) نیټه قدس داسرائیلو د جعلی رژیم د پلازمینې په توګه معرفی کړ او له دې سره په یووخت یې له تل ابیت څخه نیواکی قدس ته د امریکا د سفارت د انتقالولو حکم هم ورکړ خو دایران په شمول دنړۍ اکثره هیوادونو د امریکا د ولسمشر له دغه اقدام سره کلک مخالفت وکړ .