د ایران د مرغومی د شپږمې نیټې مطبوعات
د عربستان رژیم خارجه وزیر الجبیر ویلی دی په سوریه کې پوځی ټاکنې نتیجه ورنکړه مونږه هم له سیاسی حل لارې ملاتړ کوو .
کیهان ورځپآنه
نوموړی ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د نورو مطلبونو تر څنګ د یمن په ملکیانو د عربستان رژیم دجنګی الوتکو له حملې وروسته یو انځور چاپ کړی دی چی پکې خلک له کنډوالو د مړیو دویستلو په حال کی دی او انځور د پاسه یې په غټو ټکیو لیکلی دی چی د عربستان جنګی الوتکو بیا هم په لسګونو یمنیان په خاورو او وینو ولړل .ورځپاڼه په دوام کی لیکی د یمن روغتیا وزارت وویل چې د دې هیواد په تعز ولایت کښې د التعزیه سیمې په بازار د عربستان په بوږنونکې حمله کښې له پنځوسو زیات کسان مړه او ژوبل شول.
ورته مهال د یمن انصار ا... غورځنګ وویل: په تعز ښار کښې د سعودیانو جنایت د یمن له خلکو سره په جنګ کښې د دغه رژيم د ماتې ښودنه کوي.
انصار ا... همداشان زیاته کړې چې سعودي رژیم په پيسو سره د ملګرو ملتو راې په خپله ګټه بدلوي او عربستان په دې کار سره د یمني شهیدانو د وینې د پایمالولو په لټه کښې دی.
عربستان د امریکا، اماراتو او ځینو نورو هیوادونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ کال له مارچ میاشتې راهیسې پر یمن حمله پيل کړې او ورسره یې دغه هیواد د ځمکې، سمندر او هوا له لارې بیخي کلابند کړی دی او د عربستان په بریدونو کښې تراوسه په یمن کښې لسګونه زره کسان وژل شوي او زخمي شوي دي او میلیونونه نور کډه په سر شوي دي.
یورشلم پوسټ لیکلی دی د نتانیاهو د حکم له صادریدا وروسته په اسرایلو کې د سیاسی زلزلې په تمه اوسئ .
ترکیې هغو ملکیانو ته چی د کودتا له ځپلو سره یې مرسته کړی وه ، قضایی خوندی توب ورکړ .
د بحرین خلکو د ۶ بحرینی ځوانانو لپاره د اعدام له حکم صادریدا وروسته پراخې مظاهرې ترسره کړی دی .
د عربستان رژیم خارجه وزیر الجبیر ویلی دی په سوریه کې پوځی ټاکنې نتیجه ورنکړه مونږه هم له سیاسی حل لارې ملاتړ کوو .
جمهوری اسلامی ورځپآڼه
نړیوال سره صلیب خبردارې ورکړ یمن له لوږې په مړیدو (مرګ ) دې .
نیویارک ټایمز په ډاګه کړه چی عربستان فلسطینان د لبنان له حزب ا... سره د مقابلې لپاره په وسلو سنبالوی .
د روسیې خارجه وزیر لاروف وایی د امریکا د ایټمی موافقې پرضد اقدامات د شمالی کوریا د مسلې د حل لپاره تاوانی دې .
واشنګټن پوسټ ورځپآڼۍ د عربستان ولیعهد دوکه باز وباله . واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په عربستان کښې د دوکه ورکونکی ولیعهد په نوم مقالې کښې ښځو ته د ګاډود چلولو د اجازې د ورکولو ، دسینما د خلاصولو او له مالی فساد سره د مبارزې د ادعا په شمول د محمد بن سلمان اقداماتوته په اشارې سره ولیکل که چیرې دعربستان ولیعهد محمد بن سلمان په حقیقی ډول ګروهنه لرلی چې خپل ځان یومورډن مشر وښی نو باید د زندانونو دروازې یې خلاصولای او د بیلګې په توګه به یې ویبلاګ لیونکی رائف بدوی چې دبیان د ازادۍ په جرم لس کاله په بند محکوم شوی دی خوشی کاوه .
د واشنګټن پوسټ مقالې ورپسې له مالی فساد سره په مبارزې کښې د محمد بن سلمان ادعا ته اشاره کړی ده او لیکلی یې دی د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په هیواد کښې د بودجې سپمه ته په پام سره په فرانسې کښې د درې سوه میلیونه ډالرو په ارزښت یوه ماڼۍ(ودانۍ) اخیستی ده او څه موده مخکې یې هم د ځان لپاره د پینځه سوه پنځوس میلیونو ډالرو په ارزښت یوه کشتۍ اخیستی وه .
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دغه راز په ریاض کښې په یوه پینځه ستوری (Five Star)هوټل کښې د سعودی عربستان د یوسل نهو پنځوس شتمنو تاجرانو، شاهزادګانو او چارواکو نیول کیدا ته په اشارې سره وویل ولیعهد محمد بن سلمان کوشش کوی دغه نیول شوی کسان مجبور کړی د لسګونو میلیارډه ډالرو په ورکولوسره ځانونه له محاکمه کیدا بچ کړی .
د ایران دفاع وزیر وویل د ایران دفاعي اقتدار په پوره توان سره او بې له کومې وړې دمې، زیاتیږي.
د اردن باچا وایی چی قدس دامریکا په ډالرو نه خرڅوو .
د ایران د کورنیو چارو وزارت د پولیسو دچارو مرستیال حسین ذولفقاری دایران د سرحدی چارو او دامنیت دعمومی مدیرانو د معارفې او درنښت په دستورو کې دایران د ګاونډیو هیوادونو ترینګلو او بې ثباته شرائطو ته په اشارې سره روښانه کړې ، تکفیری بهیرونه هماغه راز فعال دی او د ځان پیاوړی کولو لپاره پانګونې کوی .
جوان ورځپاڼه
نوموړی ورځپاڼۍ هم دډیرو نورو ورځپآڼو په شان په خپل لومړی مخ د شیعیانو د یولسم امام حضرت امام حسن عسکری علیه سلام د نیکمرغه زوکړی مبارکی ویلی ده .
حضرت امام حسن عسکری علیه السلام د ۲۳۲ هجری قمری کال د ربیع الثانی یا دویمې خور په اتمه نیټه په مدینه منوره کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې
امام حسن عسکری علیه السلام په ماشومتوب کښې د خپل پلار امام هادی علیه السلام د پوهې له سرچینې برخمن شو او په ۲۲ کلنۍ کښې د خپل بزرګواره پلار په شهادت سره یې د امامت درنده دنده په غاړه واخیستله او تر خپل شهادته پورې یعنې شپږ کاله یې دغه دنده ترسره کړه.
دفلسطین پلویانو په یونان کې د صیهونیسټ رژیم په سفارت حمله وکړه او معترضانو اعلان وکړ چی د فلسطینی ملت په څنګ کې ولاړ دی .
دامریکا «نیویارک ټایمز» ورځپاڼې راپور ورکړی سعودی عربستان د لبنان لومړی وزیر سعد حریری په زوره استعفا ورکولوته مجبوره کړی وو . نیویارک ټایمز ورځپاڼه زیاتوی د لبنان لومړی وزیر سعد حریری دسعودی عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره دڅو ورځو د تیرولو په هیله ریاض ته ورغلی وو خو سلمان هغه له لومړی وزارت څخه استعفا کولوته مجبوره کړی وو .
دامریکا دغه ورځپاڼې وویل دخارجی هیوادونو دسفیرانو په دباو سره سعودی عربستان دلبنان لومړی وزیر سعد حریری خوشی .
دسعودی عربستان حکومت دلبنان له لومړی وزیر سعد حریری څخه موبایل ټیلی فون اخیستی وو او دهغه ساتونکی یې هم لیری کړی وو .
سعودی عربستان د لبنان لومړی وزیر سعد حریری ته له مخکې څخه لیکل شوی استعفا لیک ورکړ او ورته یې وویل چې دټیلی ویژن مخ ته یې ولولی .
دسعودی عربستان چارواکو داسې فکر کاوه چې د لبنان دلومړی وزیر سعد حریری له استعفا وروسته به خلک د حزب الله غورځنګ پرضد مظاهرې پیل کړی خو داسې ونشول .
سعودی عربستان په سیمه کښې په خپلو ټولو هدفونو کښې ماتی خوړلی ده او اوس یې داسرائیلوغیږې ته پناه وړی ده .
د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر خبرداری ورکړ چې د امریکې حکومت له اسلامي امت سره د دښمنۍ په وجه د فلسطین د مسئلې د نابودولو او د سیمې د هویت او جوړښت د بدلولو په لټه کښې دی.