امریکا د ایران د ناامنه کولو تکل کوي
Jan 01, 2018 10:18 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مشر وویل: امریکا د ایران د ناامنه کولو په لټه کښې ده.
علاء الدین بروجردي څرګنده کړه: د امریکې او صهیونیسټي رژيم سیاست دا دی چې اسلامي نړۍ په ګډوډۍ او ناامنۍ کښې ګیره شي څو له دې لارې خپلو اهدافو ته ورسیږي.
په تیرو ورځو کښې په څو ښارونو کښې یوشمیر خلکو په راغونډیدو او د ځینو شعارونو په ورکولو سره په مالي موسسو کښې د لوټ شویو کسانو د ستونزې په نه هواریدو او د ځینو شیانو په ګرانیدو او د حکومت په کمزورې څارنې اعتراض وکړ چې پکښې ځیني اعتراضونه د فرصت طلبانو او غلبلي جوړونکو لخوا په شخړې بدل شول.
امریکايي چارواکو او پردیو رسنیو له دې ولسي غونډو په ګټه پورته کونې سره هڅه وکړه چې هغه د ګډوډي او شخړې رامینځته کولو په لاره سمې کړي.
ټیګونه