دښمنان د ایران له بریاو او پرمختګونو قهریدلي دي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: په مختلفو اقتصادي، سیاسي او سیمه ایزو برخو کښې د ایران د ولس بریاو دښمنان په قهر کړي دي.
ولسمشر حسن روحاني نن د ایران د اسلامي شورا د تحصصي کمیشنونو له مشرانو سره په غونډه کښې د ایران په ځینو سیمو کښې د وروستیو څو ورځو اعتراضونو او راغونډیدنو ته په اشارې سره زیاته کړه: د خلکو نیوکه او اعتراض ګواښ نه بلکې یو فرصت دی، د ایران ولس په خپله د قانون ماتونکو او ګډوډي جوړونکو ځواب ورکوي.
د اسلامي ایران ولسمشر څرګنده کړه: د ګډ اقدام د جامع پروګرام (برجام) د اجرايي کیدو، په سیمه کښې له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د کامیابۍ او د ایران خلاف د بندیزونو په لګولو کښې د امریکې د ماتې په شمول په نړۍ کښې د ایران د ولس سیاسي بریا، د ایران د ولس خلاف د امریکې او د سیمې د ځینو غاصبو هیوادونو د دښمنۍ یوڅو ستر عوامل دي.
ډاکټر روحاني د برجام په موضوع کښې د امریکې ماتې ته په اشارې سره زیاته کړه: د یو دوو هیوادونو او د کرکجن عاصب رژيم نه علاوه بل چا د برجام د خلاف ورزۍ په لړ کښې د امریکې ملاتړ ونه کړ او ټوله نړۍ د دغه هیواد په وړاندې ودریدله.
د ایران د مجریه قوې مشر د ایران کامیابۍ د دښمنانو د سترګو اغزې او د امریکې او صهیونیسټ رژیم لپاره د نه زغملو وبللې او زیاته یې کړه: د ایران دښمنان تل د ایران له ولسه په انتقام اخیستو او فرصت طلبۍ په لټه کښې پاتې شوي دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې سره چې په اقتصادي برخه کښې یولړ ستونزې شته او ترې انکار نه شي کیدی، وویل: د ایران ولس به په ټینګتیاسره له دې ستونزو واوړي او د هغو فرصت غواړو او ګډوډي جوړونکو ځواب به په ښه توګه ورکړي چې د انقلاب د ارزښتونو او مقدساتو سپکاوی یې کړی او عامه اموال یې خراب کړي دي.